د نغدو پيسو د زکات نصاب د سپينو که د سرو زرو د نصاب نه ټاکل کيږي ؟

آيا د نغدو پيسو او تجارتي مالونو د زکات نصاب د سپينو زرو د نصاب او که د سرو زرو د نصاب له مخې ټاکل کيږي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اوس عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل (لږ) دی نو ځکه جمهورو معاصرو فقهاؤ احتياطاً د نغدي اوراقو نصاب د سپينو زرو له رويه بللی دی .

د سرو زرو له مخې نصاب ټاکل جايز دي ځکه په راجح قول د نغدو پيسو قيمت د سرو زرو له مخې ټاکل کيږي ځکه چې سره زر په معاملاتو کې اصل دی .

جاء في فقه الاسلامي و ادله :

وتقدر الأوراق النقدية في الأرجح دليلاً بسعر الذهب؛ لأنه هو الأصل في التعامل، ولأن غطاء النقود هو بالذهب (فقه الاسلامي وادله / دوکتور وهبة زحيلي) .

مګر د جمهورو فقهاؤ رايه دا ده چې پانګه هر کوم نصاب ته ورسيږي زکات ورباندې واجب دی ، په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل (لږ) دی نو احتياطاً د سپينو زرو نصاب په نظر کې نيول کيږي ځکه دا نصاب د فقراؤ په ګټه هم دی .

جاء في فقه الاسلامي وادله :

ويرى كثير من علماء العصر أن النقود تقدر بسعر الفضة احتياطاً لمصلحة الفقراء، ولأن ذلك أنفع لهم. وأرى الأخذ بهذا الرأي؛ لأنه يفتى بما هو أنفع للفقراء.

و جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :

ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم (فتاوى اللجنة الدائمة 9/257 هيئة کبار علماء عربستان ) .

همدارنګه مجتمع فقه الاسلامي رابطه عالم اسلامي هم په همدې قول فتوی ورکړې :

نصاب الأوراق النقديَّة، هو أدنى النِّصابين من الذهب أو الفضَّة ، وبهذا صدر قرار المجمع الفقهي التابع لرابطة العالم الإسلامي ، وذلك مراعاةً لمصلحة الفقراء؛ إذ التقدير بأدنى النصابين أنفعُ لهم؛ إذ به تجب الزَّكاة على أكبر عدد من المسلمين .

(مجتمع فقه الاسلامي رابطه عالم الاسلامي ج ۳ ص ۹۵۲ ) .

نو ځکه اسلامي لارښود د ډيرو څيړنو وروسته د هيواد لپاره د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو زرو له مخې ټاکلی چې په دې کې دری ګټې دي

۱- احتياطي قول دی ځکه چې د زکات په نه ورکولو کې سخت وعيدونه راغلی دي .

۲- د پيسو د څښتن په ګټه دی ځکه د هغه په مال کې زکات جاري کيږي ، په هر مال کې چې زکات جاري شي په هغه کې برکت نازليږي او د آفاتو څخه ساتل کيږي .

۳- د فقراء په ګټه دی ځکه د زکات د نصاب مالکان زياتيږي .

د سپينو زرو زکات ( 200) شرعي درهم دی چې (200) درهم د (595 ) ګرام سره سمون خوري ، د هيواد په اوسني بازار (کال :۱۳۹۴ ) کې د سپينو زرو د يو ګرام قيمت 30-35 افغانۍ دی .

نو د زکات نصاب به (20825) افغانۍ وي .

څوک چې پورته مقدار پانګه ولري او کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی او هغه ته د زکات ورکول حرام دي ځکه هغه خپله مالک نصاب دی .

کوم کسان چې په بهرنيو هيوادونو کې اوسيږي هغوی د همغه هيواد د سپينو زرو نرخ په نظر کې ونيسي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً