اسلام علیکم ورحمة الله وبركاته
وبعد محترما زما پوشتنه په دی دول سره ده دلته زموږ په کلی کی دا رواج دی چی امامان په زکات
سره دروی یعنی امامت د ذکات په مقابل کی سنگه ده دخلگو زکات کیژی که
وسلام
بشير
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
زکات په اجرت کې ورکول جايز نه دي که څه هم د امامت اجرت وي .(تنوير و شرحه:2/4 كفاية المفتي:4/294)
ځکه قرآنکريم د زکات او صدقاتو د مصرف ځايونه تعين کړی دي :
لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ِ( التوبه ۶۰ ) .
ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .
که امام فقير او د زکات مستحق وي هغه ته د فقير او مستحق په نيت د امامت د اجرت څخه علاوه زکات يا سرسايه ورکول جايز دي .
په اکثره مناطقو کې امامانو ته د امامت د اجرت په بدل کي عشر يا زکات ورکوي ، يا د تراويح د امامت په بدل کي فديه ورکوي ، په دغه شان نه زکات ادا کيږي او نه هم امام ته دغه مال حلال دی بلکي هغه ته د دغه مال اخيستل حرام دي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۳۶۶ او مجالس حکيم امت اشرف علي تهانوي ) ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله