د ايمان ارکان ځينې اهل علم اوه بولي لکه : په الله تعالی ايمان ، په ملائکو ايمان ، په آسماني کتابونو ايمان ، په رسولانو ايمان ، په ورځ د آخرت ايمان ، په قدر او شر ايمان او په بيا ژوندې کيدو ايمان .
او ځينې اهل علم يې شپږ بولې : په الله تعالی ايمان ، په ملائکو ايمان ، په آسماني کتابونو ايمان ، په رسولانو ايمان ، په ورځ د آخرت ايمان ، په قدر او شر ايمان .
د دواړو مقصد يو دی ځکه په ورځ د آخرت ايمان اصلاً په بيا ژوندې کيدو همدارنګه : ميزان ، حساب ، دوزخ او جنت باندې ايمان دی .
جبرئل عليه السلام رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د اسلام او ايمان په اړه داسې تعليم ورکړی دی :
«الإسلام أن تشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمداً رسول الله – صلى الله عليه وسلم -، وتقيم الصلاة، وتؤتي الزكاة، وتصوم رمضان، وتحج البيت إن استطعت إليه سبيلاً ….، قال: فأخبرني عن الإيمان ؟ قال: أن تؤمن بالله، وملائكته، وكتبه، ورسله، واليوم الآخر، وتؤمن بالقدر خيره وشره» ( رواه مسلم) .
ژباړه : اسلام دا دی چې : ګواهي ورکول په دې چې نشته لايق د عبادت مګر الله دی ، او محمد د الله تعالی رسول دی ، او لمونځ اداکول ، او زکات ورکول ، او د رمضان روژه نيول او د حج ادا کول څوک يې توان لري .
ويې ويل ما خبر کړه له ايمان څخه ويې ويل : ايمان دا دی چې : په الله تعالی ايمان ، په ملائکو ايمان ، په کتابونو ايمان ، په رسولانو ايمان ، په ورځ د آخرت ايمان او په قدر او شر ( چې د الله د جانبه دي ) ايمان لرل دي .
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله