د خورزې د خاوند څخه ستر کول څه حکم لري ؟

د خورزې د میړه نه ستر ّکول څه حکم لري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښځې ته د خپل خاوند ، پلار ، نيکه ، ورور ، د ورور زوی ، د خور زوی ، د بنې زوی پرته نور کسان نا محرم دي د هغوی څخه به ستر او حجاب کوي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء (النور ) .

ژباړه : هغوی دې خپل سينګار او ځان جوړونه نه ښکاره کوي خو ميړونو يا پلرونو يا د ميړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د ميړونو زامنو (بنزيو) يا وروڼو يا ورېرونو يا خوريانو يا سيالو ښځو يا خپلو مريانو يا خپلو هغو تر لاس لاندې نارينه ؤ چې ښځو ته حاجت نه لري يا هغو ماشومانو ته چې تر اوسه لا د ښځو عورات نه پوهيږي ( دغو کسانو ته ښکاره کول پروا نه لري ) .

همدارنګه لېور (د خاوند ورور) او د خاوند نور خپلوان نا محرم دي .

https://dawat610.com/archives/3183

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً