که د نوم ايښودلو مخکې طفل وفات شي

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترما
زما یوه پوښنه ده هیله لرم چی راته حل به یی کړی
محترما کله چی یو جلکی پیداشی وروسته له دوو ساعتونو څخه وفات شی اونوم یی پری نوی ایښی دفن کړل شی څه حکم لری
هیله لرم چی راته حل به یی کړی
مننه

نظام الدين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اهل علم په دې باندې اتفاق دی چې لکه مولود د نوم ايښودلو څخه مخکې وفات شي ، يا سقط جنين د ولادت څخه مخکې طفل ضايع شي او د هغه اندامونه ښکاره وي يعنې د مور په رحم کې ژوندی شوی وي خو وروسته وفات شي .

مستحب ده چې په هغه باندې نوم کېښول شي ځکه چې په حديث شريف کې راغلي دي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ( إنكم تدعون يوم القيامة بأسمائكم وأسماء آبائكم، فحسّنوا أسماءكم ) رواه أحمد وأبو داود.

ژباړه: يقيناً تاسې به د قيامت په ورځ د تاسې پخپلو نومونو او د پلورونو په نومونو را غوښتل کيږئ ، نو تاسې نيک نومونه ږدی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً