د اسلامي او سودي بانکونو په مينځ څه فرق دی ؟

اسلامي بانک هغه دی چې ټول معاملات يې د اسلامي شريعت موافق وي او په ټولو معاملات کې د سود او قمار څخه پاک وي .

په اسلامي بانک کې لاندې ضوابت موجود وي :

۱- د خدماتو ټول مراحل ( د اماناتو ساتل ، خرڅول او اخيستل ، مضاربت او اجاره .. ) به حلال او د اسلامي شريعت د ضوابتو موافق وي .

۲- د اسلامي بانک ټول اسباب او پانګه به حلال وي ، په سودي بانک کې د اسلامي بانکدارۍ د څانکې فعاليت خپله د سودي ادارې سره کومک دی او خپله سودي لين دين دی ځکه اسباب يې حلال نه دي .

 

د پورته ضوابطو په رڼا کې په سودي بانک کې د اسلامي بانکدارۍ د څانګې جوړول باطل دي او دا کار د سودي ادارې د تقويه کولو لپاره د عامو مسلمانانو د غولولو لپاره يوه حرامه حيله ده ، زمونږ پر ولس باندې د تپل شوي شيطاني بازار ځېنو سودي بانکونو اوس همدا حيله پکار اچولی ده چې په دې اړه مو مسلمانان خبرل کړل نور قضاوت او اجتناب ستاسو مسئوليت دی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً