د بانک حسابونه

خلك چه په بانكونو كې خپلې پيسې اچوي نو د خپل حسابي تعامل په اساس هغه په بانك كي جمع كوي چه عمده اومهم يې لاندي دری ډوله حسابونه دي:

۱- جاري حساب ۲- پس انداز حساب ۳- ثابت حساب

۱- جاري حساب(Current Account):

جاري حساب چې په عربي کې (حساب الجاري ) بلل کيږي هغه حساب ته وايي چه كومي پيسې په دغه حساب كې جمع كيږي نو د بانك خاوند د پيسو خاوند ته ګټه نه وركوي او دپيسو خاوندهم هركله چه وغواړي او په هرمقدار سره كه وغواړي البته دخپل حساب مطابق له بانك څخه پيسې اخستلی شي اوبانك په هغه پيسو باندې كار وبار كوي. (اسلام او نوی معيشت اوتجارت،ص۱۱۶).

۲- پس انداز حساب(Saving Account):

پس انداز حساب چې په عربي کې ورته (حساب ‌التوفیر) وايي يو سودي حساب دی چې بانک د پيسو مالکانوته د ځينې شرايطو پر اساس د سلني له مخې ګټه وركوي .

۳- ثابت حساب(Fixed Deposit):

ثابت حساب چې په عربي کې ورته (ودائع ثابتة) وايي عبارت له هغه حساب څخه دی چه څوك په بانك كې په نوموړي حساب كې خپلې پيسې جمع كوي د يوه تړون په اساس ترټاکلي وخت پورې هغه په بانك كي ايږدي او د ټاكلي وخت له پوره كيدو وړاندې نشي كولای خپلې پيسې له بانك څخه واخلي او د بانك له طرفه هم ورته د ټاكلې سلنې له مخي ګټه تاديه كيږي.

كله چه د دغه دريو حسابونه په چوكاټ كي پانګه په بانك كي جمع شي نو بانك د دغه پانګې يوه برخه په مركزي بانك (State Bank) كې جمع كوي او مركزي بانك دغه پانګه په عمومي ډول سره په داسې كارونو كې په قرض وركوي چه د ضرورت په صورت كې د هغه پيسو نغدول آسانه وي او له هغه څخه دفيصدي په بنا ګټه هم اخلي . ددې حسابونه څخه علاوه نور حسابونه هم شته او په نوي ډول سره افتتاح شوي دي لكه د قسمت يا بخت حساب چې د قمار معامله ده او داسي نور .

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

(Visited 96 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً