په سر کې څو خبرې :
ګرانو وروڼو او خويندو !
مونږ او تاسې وينو چې په ټولنه مو شيطاني بازار یرغل کړی دی او ورو ورو په ټولنه کې دغه شيطاني بازار يا نا رواه معاملات زور اخلي . پخوا مو هم د بانک ليارې حرامو معاملاتو په اړه پوره پوره وضاحت بيان کړی ؤ او ددې شيطاني بازار د سود او قمار د معاملات د حرمت په اړه مو ټولنې ته خبرداری ورکړی دی .
اوس غواړو تاسې ته د بانکدارۍ په اړه لنډ بيان خپور کړو .
لومړی په عمومي ډول بانکداري تر څيړنې لاندې نيسو بيا د بانکدارۍ حرام معاملات او وروسته اسلامې بانکداري او د هغه اصول تر څيړني لاندې نيول شوی دي .
تر څو خلک د بانک په حرامو معاملاتو ښه پوه شي او وروسته په دی هم پوه شي چې اسلامې بانک څه ډول وي .
بانكداري ( Banking) :
دبانك تعريف : بانك عبارت له هغه تجارتي ادارې څخه دی چه په هغه كي د خلكو روپۍ په بېلا بېلو شكلونو سره راټوليږي اوهمدغه پيسې د نوموړې ادارې له خوا نورو افرادو،شركتونو او صنعت كارانو ته د تجارتي چارو د پرمخ بيولو په عرض وركول كيږي، يا په بل عبارت :بانک يوه مالي اداره ده چې اساسي دنده يې د امانت په توګه دپيسو ترلاسه کول او بيرته ځينې نورو وگړو ته د پور په ډول د پيسو ورکول دي.
آن لاين اسلامي لارښود