هر کال په زرهاوو يهوديان مسلمانيږي

اضغط على الصورة للتكبير

د اسرائيلو خبرې منافع راپور ورکوي چه هر کال په سلګونه يهوديان د اسلام په مقدس دين مشرف کيږي ،په دې راپور کې راغلی چې د مسلمانانو دقيقه شميره حقيقت نه لري ځکه له يوې خوا اسرائيلي منابع د امکان تر حده پورې هغه نه نشروي او له بلې خوا کوم کسان چې مسلمانيږي هغوی د ويرې او اذيت له امله خپل اسلام نشي په ډاګه کولای .

د اسرائيلو د معارف خپرونه ادعا کوي چه په تيرو دوو کالو کې 306 کسان د دين د تغيرولو د پاره دولت ته رجوع کړي ده چه له دغو کسانو 258 مسلمانان او يوازی 48 مسحي مذهبه وو .
خبري منابع زياتوي ډير کسان د یهودو د فشار ،اذيت او آزار له امله دولت ته د دين د تغيرولو د پاره رجوع نه کوي او ډير داسې کسان شته چې هغه مسلمانان دي مګر دولت ترې خبر نه دی .
نو ځکه په زرګونو مسلمانان د اسلام په مقدس دين مشرف شوی دی مګر خپل ځانونه نه افشاکوي .
په اسرائيلو کې د مسلمانانو شتون او هلته د مسلمانانو د شميرې زياتيدل د اسرائيلو او يهوديان د پاره ستر ګوزار دی .

منبع : الدعوة اسلامیة

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. الحمد لله………
    یریدون لیطفئوا نور الله بافواههم والله متم نوره ولو کره الکفرون