د نفس ناموس او مال څخه د دفاع کولو حکم

د غله ، زاني او قاتل د پاره په اسلامي شريعت کې حدود ټاکل شوي دي د حدودو قيام په اسلامي شرعي نظام او شرعي محکمې پورې اړه لري څوک يې په فردي ډول نشي تر سره کولای .

کچيرې د چا کور ته غله ولويږي ، يا څوک د چا په ناموس ، نفس او مال تېری وکړي او تېری کوونکی مسلح وي چې غالب ګمان وي چې که له ځان ، مال او ناموس څخه دفاع کوم هغه مې وژنې که چا دغه متجاوز ووژلو په هغه باندې شرعاً ګناه نشته او که د تيري کوونکي سره د قتل وسائل نه وي بيا يې وژل جايز نه دي ، همدارنګه د تجاوز او تيري په وخت کې نه په عادي حالت کې.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من قُتل دون ماله فهو شهيد، ومن قُتل دون دمه فهو شهيد

ژباړه :څوک چې مال او ځان په دفاع کې مړ شي شهيد دی (رواه أبوداود -۴۷۷۲، والترمذي -۱۴۲۱) .

وقال رجل: يا رسول الله أرأيت إن جاء أحد يريد أخذ مالي؟ قال: «قاتله»، قال: أرأيت إن قتلني؟ قال: «أنت شهيد»، قال: أرأيت إن قتلته؟ قال: «هو في النار» (رواه المسلم)

يعنې : يو سړي وويل : ای د الله تعالی رسوله ! ستا څه نظر دی کچېري څوک راشي او زما خپل مال اخلي ؟ ويې فرمايل : ويې وژنه ، سړي وويل : که هغه ما ووژني ؟ ويې فرمايل ته شهيد يي ، ويې ويل : که زه هغه ووژنم ، ويې فرمايل : هغه به په دوزخ کې وي .

جاء في الموسوعة الفقهية الكويتية

لا قصاص على من قتل غيره دفاعا عن نفسه أو عرضه أو ماله ; لأن الدفاع عن ذلك مأذون فيه لكن ذلك مشروط بما إذا كان الدفع لا يتأتى إلا بالقتل.
وفي موضع آخر:
و اتفق الفقهاء على أن القصاص لا يجب في القتل العمد إذا لم يكن فيه عدوان ، والعدوان يعني تجاوز الحد والحق ، فإذا قتله بحق أو بإذن القتيل لم يقتل به لعدم الاعتداء ، وعلى ذلك يخرج القتل قصاصا ، أو حدا ، أو دفاعا عن النفس ، أو دفاعا عن المال كقتل السارق والغاصب ، أو تأديبا ، أو تطبيبا في الجملة ، فإن القتل في هذه الأحوال كلها لا يجب فيه القصاص لعدم الاعتداء .

و جاء في موسوعة الفقة الاسلامية :

يجوز للإنسان أن يدافع عن نفسه ممن أراد قتله، ويجوز له أن يدافع عن ماله ممن أراد أن ينتهبه، ويكون الدفع بالأخف، فإن لم ينفع الأخف دفع بالأشد، ولو أدى ذلك إلى المقاتلة.
عَنْ أبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إلَى رَسُولِ الله صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: يَا رَسُولَ الله! أرَأيْتَ إنْ جَاءَ رَجُلٌ يُرِيدُ أخْذَ مَالِي؟ قال: «فَلا تُعْطِهِ مَالَكَ». قال: أرَأيْتَ إنْ قَاتَلَنِي؟ قال: «قَاتِلهُ». قال: أرَأيْتَ إنْ قَتَلَنِي؟ قال: «فَأنْتَ شَهِيدٌ». قال: أرَأيْتَ إنْ قَتَلتُهُ؟ قال: «هُوَ فِي النَّارِ». أخرجه مسلم.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً