کفالت (ضمانت)

تعريف : د څه مال د ادا کولو او يا د کوم کس په وخت حاضرولو ذمه وارۍ يا ضمانت ته کفالت وايي .

مثلاً يو کس پروړی دی يا د قرض د ادا کولو توان نه لري او يا بې اعتباري مينځته راغلي وي نو دغه پوروړی بل کس د ضمانت لپاره وړاندې کولای شي .

مشروعيت (د روا والي دلائل ) :

کفالت مسحب دی کار د خير دی په نيک کار او تقوی کې مدد کول دي او يو جايز تړون دی .
الله تبارک وتعالی فرمايي [قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَنْ جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ] (يوسف ۷۲ ).

ژباړه :وويل دوی ورک کړی دی (لټوؤ) مونږ پيمانه د پاچا او دی هغه چاته چه را يې وړه پيمانه بار د يو اوښ او زه په دې (بار ) ضامن يم .

وَعَنْ سَلَمَةَ بْنِ الأكْوَعِ رَضيَ اللهُ عَنهُ أنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم أتِيَ بِجَنَازَةٍ لِيُصَلِّيَ عَلَيْهَا، فَقالَ: «هَل عَلَيْهِ مِنْ دَيْنٍ؟». قالوا: لا، فَصَلَّى عَلَيْهِ، ثُمَّ أتِيَ بِجَنَازَةٍ أخْرَى، فَقال: «هَل عَلَيْهِ مِنْ دَيْنٍ؟». قالوا: نَعَمْ، قال: «صَلُّوا عَلَى صَاحِبِكُمْ». قال أبُو قَتَادَةَ: عَلَيَّ دَيْنُهُ يَا رَسُولَ الله، فَصَلَّى عَلَيْهِ. أخرجه البخاري.

ژباړه : سلمه بن الاکوع رضی الله عنه روايت کوي چې مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ؤ چې يوه جنازه راوړل شوه ، خلکو وويل : په دغه (مړي ) د جنازې لمونځ ادا کړئ ، رسول الله وفرمايل : آيا په هغه باندې قرض شته ؟ هغوی وويل نه . نو د هغه جنازه مو ادا کړه ، بيا بله جنازه راوړل شوه ، بيا رسول الله پوښتنه وکړه : آيا په هغه باندې قرض شته ؟ هغوی وويل هو . رسول الله وفرمايل : د خپل ملګري جنازه مو ادا کړئ ، ابوقتاده وويل : يا رسول الله زه د هغه قرض په ذمه اخلم بيا مو د هغه جنازه ادا کړه .

د کفالت د صحت شرطونه :

۱- ضمانت کونکی او پوروړی به دواړه عاقل او بالغ وي .

۲- د کوم سړي چې کفالت شوی د هغه نوم او پته به معلوم وي او که څه مال وي د هغه مقدار به معلوم وي .

۳- هغه مال د کوم چې ضمانت شوی دی داسې مال به وي چې ضمانت يې کيدای شي که د ګاڼه يا عاريت په شان وي نو د هغه کفالت صحي نه دی .

د کفيل يا ضامن مسئوليت :

۱- که کفيل د چا ضمانت وکړي نو هغه په کار ده چې په مقرر وخت کې هغه حاضر کړي که يې حاضر نه کړ تر هغه پورې به ضامن په قيد کې ساتل کيږي څو چې حاضر شوی نه وي دا د امام ابوحنيفه او امام شافعی رايه ده او امام مالک وايي چې هغه ته سزا ورکول صحي نه دي بلکي د هغه څخه دې څه مال د تاوان په توګه واخيستل شي .

۲- د کفيل په مرګ د کفالت ذمه واري ختميږي مګر که مدعي مړ شو نو د ده ضمانت نه ختميږي .

۳- په سزا ، جرم او حدودو کې د چا نيابت او ضمانت نه صحي کيږي ځکه چې د يو کس د ګناه سزا بل کس نشي ورکولای .

۴- که پوروړی پور ادا نه کړي نو ضامن به يې ادا کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً