د امانت په پیسو تجارت کيدای شي ؟

په امانت باندې اجرت اخيستل کيدای شي ؟

امين ته کچېری د امانت په ساتنه کې تکليف وي يا کافی ځای ته ضرورت وي يا د هغه په ساتنه خرڅ راځی په داسې صورتونو کې اجرت اخيستلای شي .

د امانت په پیسو تجارت کيدای شي ؟

د صحابه کرامو په دور کې داسې مثالونه ليدل کيږي چې هغوی به د امانت په پيسو باندې تجارت کولو .

د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نه نقل دی چې هغه به د يتيمانو وليانو ته د هغوی په مالونو باندې د تجارت کولو ترغيب کولو ځکه چې د زکات په ورکولو ورکولو کې د هغوی مال ختم نشي .

صاحب د هدايه ليکلي دي : يقرض القاضي اموال اليتمی – يعنې قاضي لره په کار ده چې د يتيمانو مالونه په قرض کې ولګوي ددې د پاره چې هغه د ضايع کيدو نه بچ شي .

د امام صاحب سياسي ژوند کتاب ليکې: چې امام ابوحنيفه رحمه الله به د امانت په پيسو تجارت کولو .

په دې بنا د امانت په پيسو کې د اجازت په شرط سره تجارت کول جايز دي (فقه اسلامي ص ۷۱۳) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً