د ديش آنتن په اړه د اسلامې لارښود لڼده بيانيه

نن ورځ چه کوم هوايي ديش آنتن د خلکو په مينځ کې رواج لري دغه آنتن د کفارو ستر تبليغاتي وسايل بلل کيږي چه ددې آنتنو له لارې خلک بې دينی ته دعوتوي ،د ښځو بې شرمه تصويرونه ، د شرابخوری مجالس ، کډاوې او رقصونه او څه بې دينې او بې شرمۍ چه په کفري ټولنو کې شتون لري نشريږي .
پدې کې شک نشته چې کفري ممالک په دې هڅه کې دي چې په هره ممکنه لاره چه وي د مسلمانانو عقدې،اخلاقو،ادب،امنيت او اقتصاد ته ضربه وارده کړي .
هغوی غواړی چه له دې لارې خپلو ناوليو اهدافو ته ځان ورسوي .
ممکن دا کانالونه د خپلو فاسدو خپرونو تر څنګ ځنې ګټور پروګرامونه هم ولري خو هغه ددې د پاره دي تر څو خلک ورباندې وغولوي . خو مؤمنان بايد کفري او شيطاني دسيسو ته هوښيار وي او د هغوی په دوکو تير نه وځي .
د هوايي آنتنو او نورو شيطاني ورکشاپونو له لارې فلمونه ،سريالونه او نور فاسد نشرات حرام دي او دا فاسد نشرات د منکراتو او کبيره ګناهونو يو لويه مجموعه ده چې هغه ټول په اسلامې شریعت کې په واضحو دلايلو حرام کړ شوی دي لکه :
۱– موسيقي مستقله ګناه ده ،.۲- د صورت اوشکل بدلول تلبيس کول هم ګناه ده ،د ښځو شکل د سړی په شان او دسړی د ښځی په شان بدلول سخته ګناه ده په حديث په داسې عمل لعنت ويل شوی (لعن الله المتشبهين من الرجال بالنسآء ومن النسآء بالرجال ) ،.۳- اختلاط بالنسآء حرام يو مستقله ګناه ده ،.۴- اکثره په دې تماشو کې د تصوير په ډول جوړ شوی وي چې تصوير جوړول او استعمالول يې حرام دي ،.۵- پدی کې بې شرمۍ او فحاشت ته دعوت کول ،بې شرمه او فاحش څيرې پکې وي چې د اخلاقي زوال سبب ګرځي ،.۶- په دې کې د واقعت خلاف کارونه تر سره کيږي چې هغه واقعت نه لري يو کس ته داسې څه منسوبول چې حقيقت نه لري چې دا بهتان دی او بهتان کبيره ګناه ده ،.۷- نامحرمو ته نظر کول هغه هم د عشق بازۍ او شهوت رانۍ لپاره چې سخته ګناه ده، ۸- د فلمونو په ځنو ځايونو کې مسخری او توهين وي چې د چا توهين هم حرام دی .
لنډه داچې د نن زماني فلمونه ،سينما او سيريالونه چې بې شرمه او فاحش تبليعات تر سره کوي د کبره ګناهونه يوه لويه مجموعه ده چې مسلمان بايد ځان ور څخه وساتي .
(د احنافو ستر علمي مرکز دارالعلوم ديوبند فتاوي دوهم جلد ۱۰۷۱ صفحه ) .
 
اللجنة الدائمه زياتوي :
۱– بې ديني ،۲- په خلکو کې بې حجابي رواجول ،۳- د ښځو او نارينه تر منځ اختلاط رواجول ،۴- د اخلاقواو ادب خلاف خبرې او ويناوې چه يوه ټولنه د فساد او بې شرمۍ خواته کشوي ،۵- د بازنګرو او رقاصو سړيو او ښځو عاشقانه داستانونه بيانول ، ۶- د شهوترانۍ حرکات او خبري خپرول چه د ځوان نسل د پاره سخت خطرناک دي ، ۷- له يوه سره د اسلامې شريعت د اوامرو ترک او د بې دينی او فحشآء طرف ته د خلکو دعوتول ، ۸- په خلکو کې د کفري عقائدو او عاداتو خپرول او داسې نور په لس ګنه منکرات (فتاوي اللجنة الدائمة ) .
هر څوک چه د هغې د ودې او رواجولو کوښښ کوي ، دهغې وسايل اسلامې ټولنو ته واردوي نو دا کسان په تولنه کې فحشآء رامنځه کول غواړي چه د داسې خلکو پايلې سختې خطرناکې دي . « إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ » [النور :19]
ژباړه : کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب .  
 
د هوايي آنتونو تجارت ،کسب او آمد يې ټول حرام دی (فتاوي اللجنة الدائمة ) قوله تعالی : « وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ»[المائده :2]
 
پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي :« مَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنْ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا» (مسلم (2674).
«  چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو ددغې ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکو دده د ګمراه کونکي عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).»
 
مسلمانانو ته پکار ده چه دغه سختي خطرناکی شيطاني وسيلي ته پخپل کور کې ځای ورنه کړي ځکه چه دغه وسيله ستاسې د کورني د ايماني ، اخلاقي ،تربيوي او ذهني قواوو د زوال سبب ګرځي .
ستاسې په کورنی کې کفري عادات او تقليدونه رامنيځه کوي ، ستا په کورنی کې بې شرمي رامنځه کوي ، د ستاسو له کور يا استوګن ځای څخه د خدای ذکر ورکوي ، محبت او دوستي له منځه وړي ، احترام او ادب ورکوي که رښتنی مسلمان وې نو د کور ځخه دې د کفر ورکشاپ مه جوړوه لږ غيرت وکړه !
زما مسلمانه وروره ! زما او ستا د پاره به مناسبه دا وي چې له خپل رب جل جلاله سره د دوستي ،او رښتنې بندګي د اړيکو آنتن ټينګ کړو ځکه ځانونو ته مسلمانان وايو نه داچې د کفري عقايدو،بې شرميو او بلاخره د کفري دوستی د اړيکو آنتنونه ولګوو.
 
ځنې کسانو ته چه د نصيحت په توګه وويل شي هغوی به وايي ته د پرمختګ مانع يئ ته نه غواړي چه خلک پرمختګ وکړي .
ګرانه پرمختګ خواري غواړي ،صداقت غواړي کار غواړي ،نظم غواړي او مراقبت غواړی هغه په دې نه کيږي چه ټوله ورځ فلم او سريال ته ډډه ولګوه او خپل ازرشناک وخت په لهولعبو تيروه او بيا د تش په نوم پرمختګ ناري وهه .
ګرانه : د دوماغ هغه حجري چه په داسې لهو لعبو او عشق بازی مصروفي وي په هغه کې به د پرمختګ ،انکشاف او اختراع د پاره ځای له کومه شي ؟

 و ما علينا الا البلاغ

آن لاين اسلامې لارښود .

Print Friendly, PDF & Email

7 تبصرې

  1. حقیقت لار مجله یوځل بیا له تاسو ټولوکارکونکو څخه مننه کوی چی داسی مهم او دوطن دځوان نسل لپاره کټور معلومات خپره وی دغه مطلب هم دمجلی لپاره غوره شو
    مننه شهاب الدین تر ه خیل دحقیقت لار مجلی چلونکې

  2. ترهرسه مخكي مو په نبوي تحفه لمانزم
    اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
    پورته مطلب واقعاً په زره مطلب خداي تعالي جل جلاله دي يي تاسو اجر اوثواب په دنيا او اخرت دركري
    يو پوشتنه كوم هغه داچي دحقيقت مجله سنكه كيداى شي چي موز په زابل ولايت كي ترلاسه كرو كه په دي هكله معلومات راكري مهرباني به مووي.

  3. بسم الله الرحمن الرحيم__‏
اسلام عليكم _‏
ديره مننه جه داسي يومهم مطلب مونشركرالله ج دي ستاسي فه لاسوبركت كري _

  4. السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    کله می چې دا مطلب ولوسته نو ډیر خوشحاله شوم چې تاسی د يو داسی پټی بلا څخه پرده پورته کړه چې ډیر مسلمانان ورونه او خويندي تري خبر هم نه دي. ډیر په زړه پوری مطلب دی الله ج دی تاسی ټولو ته اجر او ثواب درکړي هم په دی دنیا او هم په اخرت.
    او زما په اند دا انتنونه خو يو څه ګټور پروګرامونه هم لری زه نه پوهيږم چې په هيواد کې به يي هم همدا پروګرامونه وی او که نه؟ خو داسی ډیر په زړه پوری پروګرامونه او چينلونه شته چې سړی کولای شي چې تعقيب يي کړي او د فلمونو او سريالونو وخت همدی اصلی او اساسی چينلونو او پروګرامونو ته ورکړي دا نوموړی چينلونه او پروګرامونه په لاندي ډول دي قرآن کريم په ژوندۍ بڼه د سعودی عربستان د هيواده،احاديثو ژوندۍ بڼه هم د سعودی عربستان د هيواده ، اسلامی پروګرامونو، د عربی ژبی د زده کړی، د ماشومانو لپاره ګټور او فايده مند پروګرامونه د اسلام په چوکاټ کې، داسی اسلامی پروګرامونه چې دين ته نوی مسلمانان پګې پيژندل کيږي، داسی نړيوال اسلامي بحثونه او مباحثی کوم چې د پيس په نامه يو تلويزون يي خپروي او دهمدی تلويزون له لاری د ډاکتر ذاکر نايک په نامه يو هندئ عالم چې دنړۍ د ډیرو لويو عالمانو د جملی څخه دی چې په اردو او انګلیسی ژبو سره د خلکو هر قسم پوښتنو ته د قران کريم او احاديثو په رڼا کې ځوابونه وایی او همدا چينل د انګلستان د هېواد څخه خپريږی او داسلام چينل په نامه يو بل تلويزون دی چې دا هم د انګلستان هېواده خپريږی او د نړۍ په سطحه نه يواځی دا چې د مسلمانانو مشکلات حل کوی ډیر کافران هم د اسلام په مبارک دين باندی مشرف کيږی او ډیر ګټور پروګرامونه لري. دا هغه معلومات وه کوم چې زه ورته لاس رسی لرم کيداشي د دی نه هم زيات ګټور او په زړه پوری چينلونه او پروګرامونه وی.
    په مينه

  5. وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة

    د لوستونکو د ايماني ولولو درناوی کوو الله جل جلاله مو په ايمان خوشحاله لره .
    الله تعالی دې مونږ ټولو ته په نيکيو توفيق راکړي .
    ښاغلی هجران صاحب !
    دا حقيقت دی چه هره وسيله مثبت او منفي اړخونه لري لکه په انترنيټ کې بې دينی او فحشآ شته ولی اوس مهال د اسلامې دعوت يو لويه وسيله هم ده ،د تلويزيون له لارې مثبتي خپرونی هم کيدای شي او منفي هم کيدای شي .
    مونږ دا نه وايو چه تلويزيون بد شی دی مګر دا وايو چه تلويزيون د داسې کسانو لاس ته لودلی چه شيطاني ورکشاپ يې ترې جوړ کړی زمونږ ټولنه يې د اخلاقي زوال سره مخامخ کړې ده .

    خپله د آنتن او بلی وسلي مخالفت نه کوو خو د هغه د بې دينه او فاحشو خپرونو مخالفت کوو .

    دا وسايل به هغه وخت مثبت وګنو چی کله د مسلمانانو لخوا سانسور کړ شي او د مخالفو خپرونو امواج رد کړ شي .
    اوس مهال چې زمونږ پر مظلوم ولس نړيوال کفري حشر شوی دی کفار حضر لري او فاسق حکومت شتون لري دا وسايل سخت خطرناک بولو .
    خو بيا هم څوک د آنتن له لارې اسلامې کانالونه ګوري ډير ښه کار دی خو داسې خلک ډير کم دی چه هغه په حساب نه راځي ځکه دلته خبره د ټولنی ده نه د افرادو .
    وسلام عليکم

  6. دان لاین اسلامی لارښود قدرمنو چلوونکو سلامونه او درناوی مو ومنی،هیله من یم چی تر دی دمه په خپلو چاروکی بریالی وی.
    قدرمنویوه پوښتنه مو درلوده هیله ده چی ځواب یی کړی.
    محترمینودمتوفی(مړی) داوونی،میاشتی او کال لمانځنه څه حکم لري ؟

  7. د مړې د اونۍ ،څلې او کال لمانځنه بدعت دی يعنی په دين کې نوی پيدا شی دی
    ځکه چې داسې کول په اسلامې شريعت کې هيڅ ثبوت نه لري .
    هر هغه کار چې د ثواب په نيت تر سره کيږي او د دين جز ګڼل کيږي خو په هغه کار باندې قرآن او سنتو حکم نه وي ورکړی بدعت دی .
    د نور وضاحت د پاره دلته http://dawat.katib.org/archives/329 وګورﺉ