اقاله (د بيع وروسته پښېمانتيا)

د بيع د تر سره کولو وروسته د خرڅونکي يا اخيستونکې پېښمانه کيدو او د بيع فسخه کولو ته اقاله وايي .

اقاله په دې شرط جايز ده چې دواړه لورې خوښ وي او په لومړې قيمت باندې فسخه شي .

که څوک په معامله کې پښېمانه شي نو د هغه څخه په ښه شان او ښه رويه خپل جنس او مال اخيستل په کار دي ځکه چې داسې کول ثواب لري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من أقال مسلماً أقاله الله عثرته يوم القيامة (رواه أحمد وأبو داود وابن ماجة والحاكم وصححه ووافقه الذهبي) .

يعنې : چا چې په ښه شان د مسلمان وروره سره د هغه د پښېمانتيا په صورت کې معامله فسخه کړه ، الله تعالی به يې د قيامت په ورځ له سختۍ نه وساتي او ګناه به يې لرې کړي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم رحم کوونکو ته داسې دعا کړې ده :

اللهم من رفق بأمتي فارفق به، ومن شق عليهم فشق عليه ( رواه أحمد ومسلم والنسائي) .

ژباړه : ای الله ! څوک چې زما د امتيانو سره مهرباني او ترحم کوي ته د هغه سره مهرباني وکړي او څوک چې بده رويه ورسره کوي د ته د هغه جزا ورکړې .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً