د واده شوی لور ميراث د خاوند حق دی که د هغې د پلار ؟

يو بې بې چې د واده کيدو څو مياشتې کېدې وفات شو څه مال او زېورات ورڅخه پاتې دي چې تقريباً ۱۵۰۰۰۰ افغاني کيږي د هغې خاوند وايي چې زما حق معلوم شي زه خپله برخه ټوله ورپسې صدقه کوم ، پوښتنه مې دا ده چې د دغه ښځې ميراث خاوند وړي او هغې د پلار ، مور او وروڼه ( چې دا ښځه دوه وروڼه او دوې خويندې هم لري )..

يادونه : د ښځې اولاد نشته .

عبدالله له کابل څخه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د خواند برخه ½ ده ځکه چې د وفات شوې ښځې اولاد نشته

لقوله سبحانه وتعالی : وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ (النساء 11) .

ژباړه : تاسې د خپلو ښځو نيمايي ميراث وړئ که اولاد يې نه وو .

د وفات شوې ښځې د مور برخه 1/6 ده ځکه چې د مړي وروڼه او خويندې شته .

لقوله سبحانه وتعالی : فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ (النسآء 11)

ژباړه : نو مور يې دريمه برخه اخلي او که مړی وروڼه او خويندې درلودل نو مور يې شپږمه برخه اخلي .

باقي ترکه د پلار ده .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الحقوا الفرائض بأهلها فما بقى فهو لأولى رجل ذكر.

ورونه او خويندې د پلار په موجوديت کې محروميږي

د خاوند برخه : 75000

د مور برخه :25000

د پلار برخه :50000

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً