اول – بنسټ جنس يا مال او قيمت به حلال وي

د معاملاتو او تجارت شرعي بنسټونه

د ټولو معاملاتو او په خاص ډول تجارت د پاره شرعي بنسټونه دي که په معاملاتوکې دغه بنسټونه يا ضوابت موجود ؤ صحي دی او که نه وو حرام بلل کيږي چې دا بنسټونه په لاندې ډل دي :

اول بنسټ جنس يا مال او قيمت به حلال وي :

جنس يا مال او همدارنګه د مال قيمت به شرعاً حلال وي حرام به نه وي لکه :

۱- د مردار حيوان غوښه حرامه ده تجارت يې حرام دی ، هغه حيوان چې په شرعي طريقه ذبحه شوی نه وي غوښه يې مرداره ده تجارت يې حرام دی .

۲- ټول نشه لرونکي شيان لکه : شراب او نور او ټول د جسم سست او ضعيف کوونکي مضر شيان لکه ( کوکونار يا ترياک ، افيون ، هروئين ، جرس او نور ) حرام دي تجارت يې هم حرام دی .

د شرابو په لعنت او ګناه کې لس کسان شامل دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ وَشَارِبَهَا وَسَاقِيَهَا وَبَائِعَهَا وَمُبْتَاعَهَا وَعَاصِرَهَا وَمُعْتَصِرَهَا وَحَامِلَهَا وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ (ابوداود او سلسلة صحيحة ۲۳۸ ) .

يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی په شرابخور ، ساقي ( کوم چې د څښلو د پاره شراب برابروي ) ، د شرابو خرچونکی او اخيسونکی، د شرابو جوړونکی او د شرابو نقل کوونکی او حمل کوونکی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه (رواه ابن ابی شبيه ، و صحيح الجامع ) .

ژباړه : يقيناً الله (جل جلا له) چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دی .

دا رنګه د کوکونار او چرسو زراعت او تجارت حرام دی ځکه کوم شی چې حرام وي د هغه تجارت هم حرام دی .

۳- ټول زهرجن او مضر شيان چې شرعاً حرام وي ، تجارت يې هم حرام دی .

۴- د نارينه د پاره د سپينو او سرو زرو او ابرېشمي جامې استعمال حرام دی او د داسې څيزونو تجارت کول هم حرام دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : حرم لباس الحرير و الذهب على ذكور امّتى و احل لاناثهم (الترمذي ۱۷۲۰ حسن صحيح ) .

يعنی : د ابريشمو او سرو زرو استعمال زما د امت په سړيو حرام دی او د ښځو لپاره حلال دی

۵- د موسيقۍ ، ګډا او رقص ټول سامانونه حرام تجارت یې حرام دی .

۶- د جاندارو تصويرونه او مجسمې حرام دي تجارت کول یې حرام دي .

۷- د شريعت خلاف فلمونه ، سريالونه او ټول هغه څه چې خلکو ته يې ديني ، اخلاقي او جمسي ضرر رسيږي حرام دي او هر څوک چې د مسلمانانو په مينځ کې فحشاء او منکرات خپروي د فحشاء او منکراتو اسباب واردوي د هغوی د پاره د دردونکي عذاب خبردارئ ورکړ شوی دی .

لقوله سبحان وتعالی :[إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ ](النور :۱۹) .

ژباړه : کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً