په تجارت کې د خيانت بد عواقب (پايلې )

۱- له رفاعه بن رافع رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمايل : إِنَّ التُجَّارَ یُبعَثُونَ یَومَ القِیَامَةِ فُجَّارًا، إِلَّا مَن اتَّقَی اللَّهَ وَبَرَّ وَصَدَقَ.(الترمذي ۱۲۱۰ ) (ابن ماجه ۲۱۴۶ ) .

ژباړه : يقيناً تجاران به د قيامت په ورځ فاجران پورته کيږي بغير له هغو تجارانو څخه چې له الله تعالی څخه وېرېږي ، ښه عمله او صادق وي .

علامه مبارکفوري په شرح د دغه حديث کې وايي : (بغير له هغه چې له الله څخه ووېرېږي ) يعني : په تجارت کې خيانت ، تقلب او فريب و نه کړي او د خلکو سره په صداقت سره معامله کوي .

په پورته حديث کې د (فاجر) لفظ اکثره شارحينو په درواغو قسمونو باندې تفصيل کړی دی .

۲- همدارنګه له عبدالرحمن بن شبل رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : «إِنَّ التُجَّارَ هُمُ الفُجَّارَ ، قِیلَ یَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ أَوَ لَیسَ قَد أَحَلَّ اللَّهُ البَیعَ ؟ قَالَ : بَلَی ، وَلِکِنَّهُم یُحَدِّثُونَ فَیَکذِبُونَ ، وَیَحلِفُونَ فَیَأثَمُونَ» ( رواه احمد ، حاکم و سلسلة صحيحة ) .

يعنې : يقيناً تجاران فاجران دي ، چا وويل يا رسول الله ! نو آيا الله تعالی تجارت نه دی حلال کړی ؟ و يې فرمايل :هو (حلال دی ) ، مګر هغوی درواغ وايي او په درواغو قسم يادوي ، په همدې وجه هغوی ګناهکار دي .

۳- رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي : من اشترى ثوبا بعشرة دراهم وفيه درهم حرام لم يقبل الله صلاته ما دام عليه (رواه أحمد).

ژباړه : څوک چې يو جامه په لس درهم واخلي او په هغه کې يو درهم حرام وي څو چې دغه جامه استعمالوي لمونځ يې نه قبليږي .

۴- رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي: يا معشر التجار إن الشيطان والإثم يحضران البيع، فشوبوا بيعكم بالصدقة (الترمذي ۱۲۰۸ حسن صحيح) .

ژباړه : ای د تجارو ډلې ! د تجارت سره ګناه او شيطان تړلي دي ، نو ومينځئ تجارت خپل په صدقه سره (زياته صدقه ورکوئ ) .

۵- د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «ثَلاثَةٌ لا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ: رَجُلٌ حَلَفَ عَلَى سِلْعَةٍ لَقَدْ أَعْطَى بِهَا أَكْثَرَ مِمَّا أَعْطَى وَهُوَ كَاذِبٌ، وَرَجُلٌ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ كَاذِبَةٍ بَعْدَ الْعَصْرِ لِيَقْتَطِعَ بِهَا مَالَ رَجُلٍ مُسْلِمٍ، وَرَجُلٌ مَنَعَ فَضْلَ مَاءٍ، فَيَقُولُ اللَّهُ: الْيَوْمَ أَمْنَعُكَ فَضْلِي كَمَا مَنَعْتَ فَضْلَ مَا لَمْ تَعْمَلْ يَدَاكَ». (البخارى:۲۳۶۹).

ژباړه:: دری ډلې دي چې د قيامت په ورځ له هغوی سره الله تعالی خبرې نه کوي ، او هغوی ته نظر نه کوي : يو هغه کس چې قسم خوري چې ما خپل تجارتي جنس په دومره قيمت اخيستی حال دا چې حقيقي قيمت يې هغه نه وي او دروغ وايي ، بل هغه سړی چې وروسته له مازديګر څخه په دروغو قسم کوي تر څو د مسلمان مال پخپل تصرف کې راولي ، بل هغه څوک چې د اضافي اوبو يا عامو اوبو د ورکولو مانع شي ، پس الله تعالی فرمايي : نن ورځ زه تا د خپل فضل څخه محروموم لکه څنګه چې تا نور د هغه اوبو نه محروم کړی وو چې ستا کسب نه وو .

پس ويلای شو چې تجارت د ټولو کسبونو څخه غوره کسب دی مګر د هغه چا د پاره چې په تجارت کې امانتداره او صادق وي ، بې انصافه ، درواغ ويونکی او فريب ورکوونکی نه وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً