السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
محترم و د خدمتونو مو منندوي يم او د پاک رب له دربار څخه د پوره اجر اونور نيکو اعمالو دتوفيق غوښتونکی يم
هيله ده چي يو ځل بيا د خپل قيمتي وخت زموژ ددي ديني پو ښتني په ځواب کي مصرف کړي
پوښتنه مي داده چي په لمانځه کي ددوو نيتونو تر مينځ (مثلا دما خستن د لمانځه د فرضو او سنتو تر مينځ ) خوراک کول خو به لمانځه ته کوم نقصان نه رسوي
هيله ده په دي هکله د قران اوپ حديث په رڼاکي پوره اطمنان راکړي
مننه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د دوو لمونځو (فرضو ، سنتو او نفلو ) تر مينځ جلاوالی او ځای ته تغير ورکول مستحب او افضل کار دی حتی رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوو لمونځونو له يو ځای کولو منع فرمايلي ده .
جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی چې : أَمَرَنَا بِذَلِكَ أَنْ لَا تُوصَلَ صَلَاةٌ بِصَلَاةٍ حَتَّى نَتَكَلَّمَ أَوْ نَخْرُجَ (المسلم)
يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته په دې باندې حکم کړی دی چې تاسې به دوه لمونځونه نه يو ځای کوئ بلکي د هغه په مينځ کې به د خبرو او وتلو په وسيله ځلاوالی کوئ .
او غوره ځلاوالی دا دی چې سړی به فرض لمونځ په جومات کې کوي او سنت او نفل په کور او يا به د لمانځه ځای ته تغير ورکوي ځکه چې د سجدې ځايونه ډير شي ځکه چې د سجدي ځای به د قيامت په لمونځ کوونکي شهادت ورکوي .
کله چې مؤمن وفات شي ځمکه او آسمان به ورپسې ژاړي او خصوص د ځمکې هغه ځايونه به ورپسې ژاړي چې سجده ورباندې شوی وي .
كما قال البخاري والبغوي لأن مواضع السجود تشهد له كما في قوله تعالى: (يومئذ تحدث أخبارها) أي تخبر بما عمل عليها وورد في تفسير قوله تعالى: (فما بكت عليهم السماء والأرض) أن المؤمن إذا مات بكى عليه مصلاه من الأرض ومصعد عمله من السماء”.
لکن د تاسې د سوال په اړه مې د دوو لمونځونو تر مينځ د ډوډۍ خوړلو شرعي دليل پیدا نه کړه ، د خبرو په قياس سره به ان شآء الله باک نلري ، والله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله