۷- د معلوم او نا معلوم له مخې د اسم اقسام :
د معلوم او نا معلوم له مخې اسم په معرفه او نکره باندې ويشل شوی دی :
معرفه :
معرفه هغه نوم دی چې معنی او مقصد يې معلوم وي لکه : الکعبة ، القرآن .
نکره :
هغه نوم دی چې معنی او مقصد يې معلوم نه وي لکه : کتابً، سعدٍ.
چې غالباً تنوين اخلي .
که وغواړو اسم نکره اسم معرفه جوړ کړو داسې کوو :
الف : د ال جمع کول له اسم نکره سره لکه : ال+ نکره = الکتاب .
ب : د يو معرفه اسم سره يو ځای کول لکه : نکره + معرفه = کتاب المعلم يا نکره +ک = کتابک
د اسم معرفه اقسام :
اسم معرفه په ضمير ، اسم اشاره ، عَلَم ، اسم موصول ، معرف بال ، معرفه به اضافه سره ويشل شوی دی .
ضمائر :
ضماير د ضمير جمع ده ضمير هغه حرف يا کلمه ده چې د اسم پر ځای کارول کيږي او د تکرار مخنيوی کوي .
جَاء ألاستاد وَ هَو مُکَرم ، په دې جمله کې هو ضمير دی .
د ضمير قسمونه : ضمير په دوه ډوله دی متصل او منفصل :
متصل ضمير هغه دی چې په يوازې توګه نه استعماليږي بلکي د اسم ، فعل او حرف سره پيوسته وي .
لکه د (تَ) ضمير په کَتبَ کې يا د (کَ) ضمير په نَصَرکَ .
منفصل ضمير: هغه ضمير دی چې په يوازې توګه کارول کيږي لکه هَو ، نَحنُ او نور .
د منفصل ضمير اقسام :
اقسام :
د متکلم (خبرې کوونکي ) ضمائز (انا ، نحن ) .
د مخاطب ضمايز (أنتَ ، أنتِ ، أنتما ، أنتن ، أنتم ) .
د غايب ضماير ( هو ، هی ، هما ، هم ، هن ) .
انا : د مفرد مذکر او مؤنث (يوازې نارينه او ښځې) لپاره .
نحن : د جمع مذکر او مؤنث لپاره .
أنتَ : د مفرد مذکر لپاره .
أنتِ : د مفرد مؤنث لپاره .
أنتما : د دو کسانو لپاره که مذکر وي يا مؤنث.
أنتن : د مؤنث جمع لپاره .
آنتم : د جمع مذکر لپاره .
هو : د غايب مفرد مذکر لپاره .
هی : د غالبه مفرد مؤنث لپاره .
هما : د غالب دوو مذکر او مؤنث لپاره
هم : غايب جمع مذکر لپاره
هن : د غايب جمع مؤنث لپاره
د مفعول منه ضميرونه :
له (هغه لره ) .
لها ( هغې لره ) .
لي (مالره ) .
لکم (تاسې لره ) .
لهم (هغوی لره ) .
لنا (مونږ لره ) .
تاء الفاعل لکه : رأيتُ ، رآيتَ .
ياء متکلم لکه :قلمي ، أبي .
الف الاثنين لکه : ذهبا
کاف الخطاب لکه : رأيتک ، لک
واو الجماعة لکه : ذهبوا
ها غیبة لکه : به ، أعطه
نون النسوة لکه :ذهبن
www.dawat610.com
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله
