غرب داسې اسلام غواړي چې حکومت به د دوی وي او جومات د مسلمانانو

غرب داسې اسلام غواړي چې په اسلامي هيوادونو کې حکومت د دوی وي په حکومت او قضاء کې د اسلامي شريعت د قانون پر ځای د کفر قانون حاکم وي لکه : غربي ديموکراسي يا سکولريږم او يا د ملل متحد (ملل کفري ) قوانين چې د حکومت او قضاء قانون به د بشر ساختګي قانون وي نه اسلامي شريعت .
د موشت نمونه خروار لپاره دا لينک ولولئ .
https://dawat610.com/archives/183
خو جومات به د مسلمانان وي داسې چې محراب به د دوی په کنترول او حاکميت کې وي نور د مسلمانانو په فردي اعمال لمونځونو ، ښه ډيرو نفلونه ، روژه نيولو ، زکات او حج کار نلري ځکه دغه اعمال د دوی د پاره او د دوی د حکومت د پاره ضرر نلري .
امر بالمعروف او نهی عن المنکر به يوازې د ثواب او فضيلت په بيانولو پورې منحصر وي د منکراتو بيان به نه وي .
د منکراتو او ناروا کارونو لپاره تبليغ کول لکه : د سود ، قمار لپاره علني دعوت او تبليغ کول ، د رشوت رواجول ، د فحشاء ، مسيحيت او بوديزم دعوت او تبليع ، راډيو ، تلويزون ، فلم او سريال په وسيله او د اسلامي شعاير سپکاوی به د بيان آزادي وي .
مګر د اسلام د دفاع لپاره هر ډول تبليغات تروريست ګڼل ځکه چې دا د دوی حکومت ته سخت ګواښ دی ځکه حکومت د دوی حق دی خو د اسلام فردي اعمال د مسلمانانو حق دی ، مسلمانان به د حکومت او سياست په چارو کې مداخله نه کوي که داسې وکړي هغوی به تروريستان وي .
د جهاد پر ځای به صلح يعني سکولر نظام ته سر ټيټول وي ځکه د جهاد په ذريعه د دوی ساختګي نظام نسکوريږي .
غرب ته منظور اسلام همدا ډول اسلام دی او غرب ته منظور جمهوري اسلامي همدا ډول جمهوري اسلامي دی .
اوس تاسې قضاوت وکړئ چې د اسلام په مقدس دين کې دا ډول امريکن اسلام ځای لري .
دوی هم اسلام ته د تحريف شوي یهوديت او مسيحيت خيال کړی دی ، اسلام کامل ، شامل او د تحريف څخه ساتل شوی او محفوظ دين دی د کفر او الحاد دا شوم اهداف له څلوارلسو پيړو راهسې دوام لري خو هيڅ يې هم ونه کړل .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً