په عمره کې د خپلې ښځی سره یو ځای اوسېدل

که چیری ښځه او خاوند دواړه یوځای عمری ته لاړ شی دعمری په وخت کی په مکه مکرمه او مدینه منوره کی داوسیدلو په باره کی پوره معلومات راکړۍ

آلله دی تاسو ته اجر او ثواب درکړی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښځې د حج او عمرې ادا کولو د پاره يو شرط د محرم کس لکه : خاوند ، پلار ، ورور ، زوی … سره سفر کول دي
ښځې ته بغير د محرم څخه حج يا عمرې ته تلل جايز نه دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ښځې د محرم بغير سفر کولو څخه منع فرمايلي ده : لا تسافر امرأة إلاّ مع ذي محرم (ښځې به د محرم کس بغير سفر نه کوي ) .
خاوند او ميرمن په يو اتاق کې هم اسېدلای شي او داسې هم کيدای شي چې ميرمن يې د نورو ښځو په اتاق کې او خاوند د نارينه په اتاق کې ووسي .
د حج او عمرې په سفر کې د خاوند او د هغه د بې بې يو ځای اوسېدو کې شرعي ممانعت نشته .
د احرام پر مهال جماع (کورواله ) ، مچي او په شهوت سره لاس وروړل ممنوع او د ښځې شرمګاه ته کتل مکروه دي .
احرام د ميقات څخه د عمري په نيت د نارينه د پاره د احرام تړل او د ښځو د پاره خپلې ګنډل شوې جامې او د عمرې نيت کولو څخه پيل کيږي اوه پرې طواف ، د صفا او مروه تر مينځ اوه ځله تګ را تګ او نارنه د پاره د سر خريلو د ښځې د پاره د يوې ګوتې په اندازه ويښتو ګټ کولو سره پای ته رسيږي چې په دغه موده که د ورځې په څو ساعته کې ختم شي يا شپه پکې راشي جماع ، شهوت راني وغيره حرام دي او د احرام څخه پرته هيڅ باک نلري .
جاء في الفقه الاسلامي وادله :
يحرم على المحرم الوطء في الفرج، ومقدمات الجماع من تقبيل ولمس بشهوة ومباشرة وجماع فيما دون الفرج، لقوله تعالى: {الحج أشهر معلومات، فمن فرض فيهن الحج، فلا رفث ولا فسوق ولا جدال في الحج} [البقرة:197/2] والرفث: ما يكنى به عن الجماع وجميع حاجات الرجال إلى النساء.
د عمري د ادا کولو مفصل بيان

و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً