مناسخه

مناسخه په لغت کې نقل او تحويل ته وايي او په اصطلاح کې د ترکې د تقسيم څخه مخکې د کوم وارث په وفات سره د هغه د برخې انتقال نورو وارثان ته مناسخه بلل کيږي .

د مناسخې په صورت کې د مسئلې تصحيح :

کله چې د ترکې د تقسيم مخکې کوم وارث يا وارثان وفات شي او ځېنې پاتې شي نو د ترکې په مسئله کې تغير راځي چې طريقه يې داسې ده چې لومړی د اول مړي د مسئلې حل په سابقه قواعدو تر سره کوو او وروسته د دوهم مړي د مسئلې حل کوو او بيا د لومړي مړي او دوهم مړي د مسئلې د برخو صحي والي ته نظر کوو چې له دريو حالتونو به خالي نه وي يا به مماثله ، موافقه او يا مباينه وي .

مماثله : دا چې د لومړی مسئلې د مړي برخه د دوهمې مسئلې له اصل عدد سره يو شان وي نو د دواړو مسئلو اصل ( اصل جامع ) به د لومړی مسېلې اصل عدد وي .

د لومړي مسئلې اصل عدد = جامع مسئلې اصل عدد

موافقه : دا چې د لومړۍ مسئلې اصل عدد د دوهمې مسئلې د اصل عدد سره د ويش يا مشترک مخرج وړ وي نو .

لومړۍ مسئلې اصل عدد×موافق عدد =جامع مسئلې اصل عدد

تبادله :دا چې د لومړۍ مسئلې اصل عدد د دوهمې مسئلې د اصل عدد سره د ويش وړ نه وي بلکي يو داسې مخرج مشترک ته ضرورت لري چې پر دواړو د ويش وړ وي .

لومړۍ مسئلې اصل عدد×مخرج مشرک =جامع مسئلې اصل عدد

لومړۍ مسئلې اصل عدد×د دوهمې مسئلې اصل عدد = جامع مسئلې اصل عدد

د مماثله مثال :

يو کس وفات شو هغه ښځه ، مور ، پلار او يوه لمسۍ پرېښودل وروسته لمسۍ وفات شو د هغې څخه خاوند ، مور او دری زامن او لوڼې پاتې شول .

د لومړئ مسئلې حل :

24

1/8

ښځه

3

ځکه د مړي څخه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

1/6

مور

4

ځکه د مړي څخه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

1/2

لمسۍ

12

ځکه يوازې ده

1/6+باقي

پلار

5

ځکه د مړي څخه ښځينه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

د دوهمې مسئلې حل :

12

1/4

خاوند

3

ځکه د مړي څخه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

1/6

مور

2

ځکه د مړي څخه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

عصبه

۳ لوڼې

7

ځکه يوازې ده

زوی

ځکه د مړي څخه ښځينه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

ليدل کيږي چې په لومړی مسئله کې د لمسۍ حصه ۱۲ ده چې د دوهمې مسئله له اصل عدد سره مساوي ده .

نو جامع مسئله داسې حل کيږي :

چې : د لومړي مسئلې اصل عدد = جامع مسئلې اصل عدد

د لومړۍ مسئلې اصل

24

د دوهمې مسئلې اصل

12

د جامع مسئلې اصل

24

ښځه

3

3

پلار

عصبة

5

5

مور

4

4

لمسۍ

12

وفات

خاوند

3

3

مور

2

2

3 لوڼې

عصبة بالغير

7

3

2 زامن

4

د جامج مسئلې د برخو جمع :3+5+4+3+2+3+4=24

د موافقه مثال :

يو کس وفات شو خاوند ، لور ، لمسۍ او لمسی ورڅخه پاتې شول د ترکې د ويش څخه مخکې خاوند مړ شو ، ښځه ، مور ، پلانۍ خويندې او يو مورنۍ ورور ورڅخه پاتې شول .

د لومړئ مسئلې حل :

X3

4

12

1/4

خاوند

1

3

ځکه د مړي څخه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

1/2

لور

2

6

ځکه د مړي څخه يوازې يوه لور پاتې ده

عصبه

لمسی

1

3

2×1+1=3

زوی او لور 1 برخه ده چې پر ۳ نه ويشل کيږي پس د مسئلې تصحيح ته ضرورت دی .

لمسۍ

د دوهمې مسئلې حل :

X3

12

15

1/4

ښځه

3

12(1/4)=3

1/2

مور

2

12(1/6)=2

2/3

2 خويندې

8

12(2/3)=8

1/6

ورور

2

12(1/6)=2

په پورته مسئله کې عول دی د برخو مجموع 15 عدد دی د اصل عدد (12) څخه زيات دی

ليدل کيږي چې په لومړی مسئله کې د خاوند حصه 3 د دوهمې مسئلې د اصل عدد (15 ) سره د ويش موافقت لري 15 په 3 ويشل کيږي (15÷3=5)پس د جامع مسئلې د اصل عدد پيدا کولو فورمول داسې دی :

لومړۍ مسئلې اصل عدد×موافق عدد =جامع مسئلې اصل عدد

=12×5=60جامع مسئلې اصل عدد

د لومړۍ مسئلې اصل

4

د تصحيح وروسته اصل

12

د دوهمې مسئلې اصل

12

د تصحيح وروسته اصل

15

د جامع مسئلې اصل

60

خاوند

1

3

وفات

لور

2

6

30

لمسۍ

عصبة بالغير

1

1

5

10

لمسی

2

بيا خاوند مړ شو :

ښځه

3

3

3

مور

2

2

2

2 خويندې

8

8

8

مورنۍ ورور

2

2

2

 د تباين مثال :

يو کس وفات شو ښځه ، مور او زوی يې پاتې شول وروسته زوی وفات شو ښځه ، دوې لوڼې او يو لمسۍ پاتې شول .

 د لومړۍ مسئلې حل :

12

1/4

خاوند

3

ځکه د مړي څخه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

1/6

مور

2

ځکه د مړي څخه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

عصبه

زوی

7

د دوهمې مسئلې حل : 

24

1/8

ښځه

3

ځکه د مړي څخه اولاد يا د اولاد اولاد پاتې دی

2/3

2 لوڼې

16

دوې لوڼې دي وروڼه ورسره نشته

عصبه

لمسۍ

5

 د جامع مسئلې حل :

ليدل کيږي چې په لومړۍ مسئله کې د مړي برخه ۷ او د دوهمې مسئلې اصل عدد ۲۴ دی چې د ويش امکان نلري نو د اصل جامع داسې په لاس راوړو :

لومړۍ مسئلې اصل عدد×د دوهمې مسئلې اصل عدد = جامع مسئلې اصل عدد

24×12=288 = جامع مسئلې اصل عدد

د لومړۍ مسئلې اصل

12

د دوهمې مسئلې اصل

24

د جامع مسئلې اصل

288

خاوند

3

72

مور

2

48

زوی

عصبه

7

وفات

بيا زوی وفات شو :

ښځه

3

21

2 لوڼې

16

112

لمسی

عصبه

5

35

288÷12×3=72

288÷12×2=48

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً