د مړي د خپلوانو تعزيت او غمرازي

 د تسليت او غمرازۍ تعريف

د مړي قريبانو ته د صبر تلقين کولو ،ډاډ اوخواخوږی کلمات ويلو، د همدردۍ اوغمشريکی اظهارولو د هغوی غم او فکر غلطولو او د مړي په حق کې بخښنی دعا کولو ته تعزيت وايي .

د تغزيت موده او طريقه :

د مړې اقاريبو ته تسليت ورکول سنت دي ، د تغريت موده د مرګ نه شروع تر دريو ورځو پورې او د دريو ورځو وروسته مکروه ده ، البته د غايبو او مسافرو د پاره د دريو ورځو قيد نشته .

دليل دا حديث شريف دی : لا يحل لامرأة تؤمن بالله واليوم الآخر أن تحد على ميت فوق ثلاث , إلا على زوج : أربعة أشهر وعشرا  (البخاري ۱۲۸۰ ) .

همدارنګه مستحبه ده چې د مړي کور ته دری ورځي خوراک وليګل شي .

لقوله صلى اللّه عليه وسلم: “اصنعوا لآل جعفر طعاماً، فقد جاءهم ما يشغلهم”، ويلح عليهم في الأكل، لأن الحزن قد يمنعهم منه .

د تسليت د ورکولو د پاره څه خاص الفاظ نشته بلکي هر کس به د خپل حال سره مناسب تسليت ورکولای شي ، خو مستحبه دا ده چې مصيبت واله ته وويل شي : الله جل جلا له  دې ستا مړي ته بخښنه وکړي ، الله جل جلا له  د هغه ګناهونه و بخښي او الله جل جلا له  خپل رحمت ور باندې نازل کړي ، الله جل جلا له  دې تاسې ته په مصيبت باندې د صبر کولو توان درکړي .. او داسې نور ، او هغه ته د قرآنکريم تلاوت کولو کې څه شرعي ممانعت نشته .

التعزيه * التعزيه لصاحب المصيبة مندوبة، ووقتها من حين الموت إلى ثلاثة أيام، وتكره بعد ذلك، إلا إذا كان المعزِّي أو المعزَّى غائباً، فإنها لا تكره حينئذ بعد ثلاثة أيام؛ وليس للتعزيه صيغة خاصة؛ بل يعزي كل واحد بما يناسب حاله، وهذا متفق عليه إلا عند الحنفية، فانظر مذهبهم تحت الخط (الحنفية قالوا: يستحب أن يقال للمصاب: “غفر اللّه تعالى لميتك. وتجاوز عنه وتعمده برحمتك، ورزقتك الصبر على مصيبته، وآجرك على موته، وأحسن صيغة في هذا الباب صيغة رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم “إن للّه ما أخذ؛ وله ما أعطى، وكل شيء عنده بأجل مسمى” فيحسن أن يضيفها إلى ما ذكر)، والأولى أن تكون التعزيه بعد الدفن، (الفقه علی المذاهب الاربعة ) .

په مړي پسې صدقه او ایصال ثواب کار د خير دی مګر دريمه څلويښتمه يا چهله يا سال ګره يو فرعوني اصل دی چه د اسلام نه مخکی په فرعونيانو کې رواج ؤ په اسلام کې دا ډول خرافات هيڅ ځای نلري .

د صدقاتو او خيرات لپاره د ورځې مقررول نشته .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً