په موټر کې لمونځ جايز دی ؟ او د اداکولو طريقه يې څنګه ده ؟

د آن لاين مسئولينو ته  السلام علیکم ورحمت لله وبرکاته
بعد: باید پوه شم چی په موتر کی لمونح باید سنگه اداشی او همیشه دا عمل تکرارول جایزدی که نه؟ زکه کله چی مونژ ددفتر نه کورته زو نو د بیروبار په وجه د ماشام اذان په لاره کی وکری او موتر نه دریژی نو جایز دی چی لمونح په موتر کی په ناسته وکرم که سنگه ؟  په درناوی  –   مطيع الله نوري
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په موټر کې فرض لمونځ کول نه صحي کيږي مګر د سفر په وخت کې سنت او نفل سړی په سورلی کې ادا کولای شي ، د فرضو د ادا کولو د پاره به له سورلی څخه ښکته کيږي او لمونځ به کوي .
 متفق عليه حديث شريف دی : (پيغمبرصلی الله عليه وسلم به فقط فرضي لمونځونه د اوښ په شا نه ادا کول) متفق عليه، بخاري (999-1000-1095-1096-1098-1105)، مسلم (700).
حضرت جابر رضی الله عنه وايي : (رسول الله صلى الله عليه و سلم به د سفر په وخت کې په اوښ باندې لمونځ کولو په هر طرف به چې تللو په همغه طرف به يې لمونځ کولو ، او هر کله به يې چه فرض لمونځ ادا کولو نو له اوښ نه به پياده شو او مخ به يې قبلې ته کولو). بخاري (400-1094-1099-4140).
مګر که څه عذر وي چه د سورلی نه په کوزيدلو سره د سر او مال زيان وي مثلاً د دوښمن ويره وي د سامان د ورکيدو ويره وي نو بيا په سورلی کې لمونځ کول جايز دي .
 ومن الاعذار ان يخاف لونزل عن الدابة علی نفسه او علی ثيابه او دابته لصاً او سبعاً او عدواً (فتاوی هنديه ج ۱ ص ۹۲ ، شرح التنوير ج ۱ ص ۷۳۳ ، زيوربهشتي ج ۱ ص ۱۶۱ ) .
 
فان صلاة الفرض في الستارة لا تصح الا اذا امکن فيها القيام ، والاعتدال والطمانينة ، اذا کان هناک عذر يمنع من النزول ، وقد خيف فوات الوقت متجوز الصلاة فيها (فتاوی الشبکة اسلامية ) .
که رابندي وي او د لمانځه د فوت کيدو خطر وي نو سړی به له موټر څخه پياده کيږي او لمونځ به کوي وروسته به په بل موټر کې ځي دا کوم عذر نشي کيدای .
خو که له چا سره خپل موټر وي او په رابندی کې ګير شي چې هيڅ خواته نشي تلای يا له سړی سره سامان وي د لمانځه د فوت ويره وي نو لمونځ به په سورلی کې وکړي .
وروسته به خپل پروګرام ته تغير ورکړي تر څو لمونځ په لاره کې ورباندې قضا نشي او دا به يو هميشنی عادت نه جوړوي.
 
په نقليه وسايطو کې لکه طياره ، موټر،ګاډی او کښتۍ کې د لمونځ کولو طريقه :
که په وسايطو کې خالی ځای وي د سرګرځيدلو او چپه کيدو ويره نه وي نو په ولاړه لمونځ کول پکار دي مګر که ددی امکان نه وي په ناسته سره لمونځ ادا کيږي د سجدې او رکوع په ځای به اشاره کوي چه د سجدې د پاره به د رکوع په نسبت لږ څه ډيرښکته کيږي .
په لومړی سر کې به خپل مخ د قبلي طرف ته کوي وروسته چې سورلی هري خواته درومې همغه خواته به لمونځ کوي ځکه چې دا رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت شريفه وو چې کله به يې د سفر په حالت کې په سورلی لمونځ کولو نو خپله سورلی به يې د قبلی طرف ته برابره کړه تکبير تحريمه به يې وويلو او وروسته به چې هرې لورې ته تله همغه خواته به يې لمونځ کولو ( احمد او ابوداود ) .
ویلزم استقبال القبلة عند الافتتاح و کل مادارات (شرح التنوير ج ۱ ص ۷۹۷ ) .

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 86 times, 1 visits today)

3 تبصرې

  1. ډیر په زړه پوری مطلب دی

  2. ديرشكلئ مطلب و الله جله جلاله دي اجرعظيم دركري_الله تبارك وتعالى دي نورهم دداسي ليكنو توفيق دركري__‏
هركس سه انلاين اسلامي لارشود كوري يادانلاين اسلامي لارشود كاركونكي دي ماته دي دعاكوي سه الله جله جلاله مي اخيرت برابركري __‏
ستاسي اسلامي ورورمحمدنسيم درويش

  3. ډیر په زړه پورې موضوع ده، هیله ده دا پیغام خپور شی، ځکه ما ډیر خلک کتلی چې د مازیګر لمونڅ په موتر کې کوي
    الله ج دې تاسې ته خیر درکړي