۱- د قیامت په ورځ کامل نور:
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« بشِّرِ المشَّائينَ في الظُّلمِ إلى المساجدِ بالنُّورِ التَّامِّ يومَ القيامةِ »[1].
ژباړه : هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زېری ورکړئ په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).
۲- لکه ټوله شپه یې چې په عبادت رڼه کړې وي:
له عثمان بن عفان (رضی الله عنه ) نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه» (مسلم ۶۵۶ )
ژباړه : څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له نفلي عبادت سره مساوي دی ) .
۳- د قيامت په سخته ورځ د عرش تر سيورې لاندې:
هغه کسان کوم چې په تشريح دغه کتاب ليکل شوی راغلي : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې يو هم هغه کس دی چې زړه يې له جومات سره تړلی وي «وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ »[2].
او أبوهريـره (رضی الله عنه) روايت کوي چه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: «لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً» (متفق علِيه ) .
ژباړه : که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .
۴- د دوزخ له اور او نفاق څخه خلاصون:
انس بن مالک (رضی الله عنه) وايي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: «مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ»[3].
ژباړه : چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون يا نجات ) ورکړ شي يو د دوزخ څخه او بل د نفاق څخه .
۵- له یوازې لمانځه څخه ۲۵ درجې فضيلت:
«صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً»[4].
ژباړه : د جَمعی لمونځ د کور او بازار په لمانځه ۲۵ درجې غوره دی .
۶- د جماعت لمونځ د هدایت له لارو څخه یو لاره ده:
د جماعت لمونځ د هدايت له لارو څخه يوه لاره ده او ترک يې منافقت دی ، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي: « لقَدْ رَأَيْتُنَا وَما يَتَخَلَّفُ عَنِ الصَّلَاةِ إلَّا مُنَافِقٌ قدْ عُلِمَ نِفَاقُهُ، أَوْ مَرِيضٌ، إنْ كانَ المَرِيضُ لَيَمْشِي بيْنَ رَجُلَيْنِ حتَّى يَأْتِيَ الصَّلَاةِ، وَقالَ: إنْ رَسولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ عَلَّمَنَا سُنَنَ الهُدَى، وإنَّ مِن سُنَنَ الهُدَى الصَّلَاةَ في المَسْجِدِ الذي يُؤَذَّنُ فِيهِ»[5].
ژباړه : زه خپله ددې شاهد وم چې د معلوم او ښکاره منافق او مريض پرته هيچا هم د لمانځه د ادا کولو د پاره د جومات له تګ څخه مخالفت نه کولو، تر دې چې داسې ناروغ چې په دوو نفرو به يې تګ کولو هم لمانځه ته راتلو . يقيناً جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته د هدايت لارې وښودلې او بايد پوه شو چې په هغه جومات کې چې اذان کيږي لمونځ کول د هدايت د لارو څخه يو لاره او هدایت دی .
۷- جومات ته د تللو فضيلت:
د جومات طرف ته په هر قدم پورته کولو يو ګناه بښل کيږي:
ابی هريره (رضی الله عنه) وايي چې رسول (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: « مَنْ تَطَهَّرَ في بيْتِهِ ثُمَّ مشى إلى بيتٍ من بيوتِ اللهِ ، ليَقْضِيَ فريضَةً مِنْ فرائِضِ اللهِ ، كانتْ خطواتُهُ إحداهما تحطُّ خطيئَةً، والأخرى ترفَعُ درجَةً »[6].
ژباړه : هر څوک چې پخپل کور کې اودس وکړي او بيا د الله د کورونو نه يو کور (جومات) ته لاړ شي تر څو هلته د الله تعالی د فرضو څخه يوه فريضه ادا کړي ، يو قدم اخيستل يې د ګناه د محوې او بښلو باعث ګرځي او بل قدم يې د درجې د پورته کيدو سبب ګرځي .
ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي« ألا أدلُّكُم على ما يَمحو اللَّهُ بهِ الذُّنوبَ ويرفعُ الدَّرجاتِ قالوا بلى يا رسولَ اللَّهِ قال إِسباغُ الوضوءِ على المَكارِه وَكثرةُ الخُطا إلى المسجِدِ وانتظارُ الصَّلاةِ بعدَ الصَّلاةِ فذلِكَ الرِّباطُ ثلاثَ مرَّاتٍ »[7].
ژباړه: آيا زه تاسې ته هغه اعمال وښايم چې د هغو په برکت الله تعالی ګناهونه لرې کوي او درجې لوړوي؟ صحابه کرامو وويل: هو يا رسول الله! ، هغوی ارشاد وفرمايلو : د تکليف او ناخوښۍ سره سره کامل اودس کول ، او د جوماتونو طرف ته زيات قدمونه اخيستل ، او يو لمانځه نه پس د بل لمانځه انتظار کول پس دا حقيقي رباط دی ،دا حقيقي رباط ( د الله په لار کې بهره کول ) دي .
د جومات طرف ته په هر قدم پورته کولو يو ګناه بښل کيږي
۸- د ملائکو ګواهي او شهادت:
د سهار او مازديګر د لمونځونو په وخت کې ملائکې حضور لري او پر هغوی باندې ګواهي ورکوي :
له أبي هريرة (رضى الله عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي : « يتعاقبون فيكم ملائكةٌ باللَّيلِ وملائكةٌ بالنَّهارِ ويجتمعون في صلاةِ العصرِ وصلاةِ الفجرِ ، ثمَّ يعرُجُ الَّذين باتوا فيكم فيسألُهم وهو أعلمُ بهم : كيف تركتم عبادي ؟ فيقولون تركناهم وهم يُصلُّون وأتيناهم وهم يُصلُّون »[8].
ژباړه: (ستاسې سره د شپې ملائکی او د ورځې ملائکې په نوبت اوسي ، د سهار او مازديګر د لمانځه په وخت کې سره يو ځای کيږي . وروسته هغه ملائکې چې ستاسو سره يې شپه تيره کړی وي پورته کيږي . الله تعالی (سره له دې چې د بندګانو په حال ښه پوهيږي) له هغوی څخه پوښتنه کوي : کله چې راتللی زما بنده ګانو مو په څه حال کې وليدل ؟ملائېکي وايي: ای زمونږ ربه ! کله چې هغوی ته ورغلو او کله چې له هغوی څخه راتلو هغوی په لمانځه او عبادت مشغول وو) .
۹- د لمانځه کمال او پوره والی :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « الإمامُ ضامنٌ والمؤذنُ مؤتمنٌ »[9].
يعنې: امام د لمانځه حفاظت کوونکی او ضامن دی او مؤذن د خلکو امين او باوري دی.
۱۰- د شيطان د شر څخه نجات :
ابی درداء (رضی الله عنه) روايت کوي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايل: « ما مِن ثَلاثَةٍ في قَرْيَةٍ ولا بَدْوٍ لا تُقَامُ فِيهمُ الصَّلاةُ إِلاَّ قدِ اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَان. فَعَلَيكُمْ بِالجَمَاعَة، فَإِنَّمَا يأْكُلُ الذِّئْبُ مِنَ الغَنمِ القَاصِيَةَ »[10].
ژباړه: (هيڅ دری کسان په کلي يا صحرا کې وجود نلري چې هلته هغوی لمونځ ادا نه کړي ، مګر دا چې شيطان پر هغوی تلسط مومي، پس تاسې ضرور د جماعت لمونځ ادا کوئ، ځکه چې ليوه هغه پسه خوري چې د رمې څخه لرې او يوازې وي) .
۱۱- د الله تعالی ساتنه او حفاظت :
جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي : «مَن صلَّى الصُّبحَ في جماعةٍ فَهوَ في ذمَّةِ اللَّهِ »[11].
ژباړه : څوک چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړي هغه به د الله په ذمه او ساتنه کې وي.
۱۲- د الله تعالی او ملائکو درود :
عائشة (رضي اللَّه عنها) وايي چې رسول اللَّه (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: « إِنَّ اللَّه وملائِكَتَهُ يُصلُّونَ على ميامِن الصُّفوف »[12].
ژباړه : يقيناً الله تعالی او د هغه پرېښتې د امام ښي اړخ ته صفونو باندې درود وايي .
او فرمايي : « إن اللَّه وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ على الصُّفُوفِ الأُوَلِ»[13].
ژباړه : يقيناً الله تعالی او د هغه پرېښتې په لومړيو صفونو باندې درود وايي .
ان لاين اسلامي لارښود
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – أخرجه أبو داود (561)، والترمذي (223)، والبيهقي (5041)، والبزار (4448) بلفظه.
[2] – رواه البخاری و مسلم.
[3] – رواه الترمذي(241). بالاسناد صحيح.
[4] – رواه البخاري:۲۹۵.
[5] – صحيح مسلم :۶۵۴.
[6] – رواه مسلم:۶۶۶.
[7] – أخرجه مسلم (251).
[8] – أخرجه البخاري (7486) واللفظ له، ومسلم (632).
[9] – أخرجه أبو داود (517)، والترمذي (207)، وأحمد (7169).
[10] – أخرجه أبو داود (547)، والنسائي (847) واللفظ لهما، وأحمد (21710).
[11] – أخرجه أحمد (18814) واللفظ له، ومسلم (657)، والترمذي (222) بنحوه.
[12] – أخرجه أبو داود (676)، وابن ماجه (1005).
[13] – ابؤداود باسناد حسن.
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله