مکروهه وختونونه :

مکروه وختونه هغه وختونه دي چې په هغه وختونو کې لمونځ او د مړي خښول منع شوي دي دا وختونه دری دي لکه : د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې ،د لمر برابري يا غرمه او د مازديګر د لمانځه وروسته تر لمر لوېدو پورې .

د مسلم شريف په حديث کې راغلي دي : «لا صلاة بعد الصبح حتى تطلع الشمس، ولا صلاة بعد العصر حتى تغيب الشمس»

ژباړه : لمونځ نشته پس د سهار د لمانځه څخه تر لمر ختلو پورې او لمونځ نشته د مازديګر د لمانځه څخه تر لمر لوېدو پورې .

او همدارنګه د غرمې په باره د منع دا حديث شريف راغلی دی : وحين يقوم قائم الظهيرة (المسلم ) .

همدارنګه په دوو نورو وختونو کې هم لمونځ کول او د مړي خښول مکروه دي لکه : د لمر ختل څو پورې چې د يوې نېزې په اندازه لوړ شي او د لمر زېړېدل کله چې ډوبيږي .

په دليل د دغه حديث شريف : «ثلاث ساعات كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم ينهانا أن نصلِّي فيهن، وأن نقبُر فيهن موتانا: حين تطلعُ الشمس بازغة حتى ترتفع، وحين يقوم قائم الظهيرة حتى تزول الشمس ، وحين تتضيَّف الشمس لغروب» .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ په دريو وختونو کې د لمانځه کولو او خپلو مړو خښولو څخه منع کړي یو ، کله چې لمر راخيږي څو پورې پورته شوی نه وي ، کله چې لمر برابر شي (غرمه) او کله چې لمر زيړ او ضعيف شي د ډوبېدو لپاره .

په دغه وختونو کې د منع دليل دا دی چې د لمر را ختلو او لمر ډوبېدو په وخت کفار عبادت کوي او د لمر د برابرۍ يا غرمې پر مهال د دوزخ دروازې پرانيستل کيږي (فقه الاسلامي وادله ) .

په مکروهه وختونو کې هر قسم لمونځ فرض، واجب ، قضايي او نفل ، د جنازې لمونځ او د تلاوت سجده مکروه تحريمي دي (فقه الاسلامي وادله ،فتح القدير مع العناية:۱۶۱-۱۶۶/۱ ، مراقي الفلاح: ص۳۱، الدر المختار:۱/۳۴۳-۳۴۹) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً