السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
د سروزرو د زکات لپاره کوم قیمت منلای شو
مثلا: که مونږ سره زر اخلو د یو ګرام قیمت 2000 افغانی راکوی او که مونږ یی خرڅوو زمونږ څخه یو ګرام په 1700 افغانی اخلی نو مونږ د زکات لپاره چی کومی پیسی ورکوو کوم قیمت حساب کړو
که پدی هکله مفصل معلومات راکړی ځکه چی دا د زکات میاشت ده
په درناوی
حليم الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د زکات د پاره د مستعملې طلا يا سرو زرو نرخ په نظر کې نيول کيږي نه د نويې طلا يعنې 1700 افغانې .
مثلاً که څوک 85 ګرامه سره زر ولري او استمال شويو سرو زرو قيمت فرضاً 1700 افغانۍ وي نو د زکات اندازه يې مساوي کيږي په :
85X 1700= 144500X2.5% = 3612
OR 85X1700= 144500/40 = 3612
3612 افغانۍ د زکات اندازه شوه .
إن بلغت نصابا وهو 85 جراما ، فتجب فيها الزكاة ، وطريقة زكاتها : أن تقوّم بسعر يوم الزكاة بقطع النظر عن السعر الذي اشتريت به ، ثم تخرج زكاتها .
والمقصود بسعر يوم الزكاة : هو سعر هذا الذهب المستعمل ، الذي يمكنك أن تبيعه به ، لا سعر الذهب الجديد . (موقع السلام السوال وجواب )
آن لاين اسلامې لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله