د مسلمانو خويندو د مختصرو احکامو پرلپسې لړۍ به ان شآء الله پيل شي.
چې د خويندو ضروري احکام او مسائل به پکې بيانيږي.
کور ته د دين رسول او د دين د ضروري او واجبي احکامو رسول د کور د مشر او هر مسلمان مسئوليت دی :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً (ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ ) .
كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ (هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي .
دا احکام به د متن او صوت دواړو په بڼه وي، هيله ده په خپرولو کې ونډه واخلئ او په خاصه توګه د ښځينه مدارسو او علمي مراکز مسئولين .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«من دل علی خير فله مثل اجر فاعله» (رواه مسلم).
ژباړه: څوک چې چا ته د خير او نيک کار لارښوونې کوي نو ده لره به د عمل کوونکي په شان اجر وي.
قافله دعوت الی الله
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله