السلام علیکم ورحمه الله و برکاته!
د لمانځه د تشهد (التحیات) په برخه کی د شهادت ګوتی اشاری پوری اړوند مسایل د احادیثو په رڼا کی په پشپړ تفصیل سره و څیړی او دا هم ذکر کړی چی کوم ډول اشاره غوره او کوم یی ډیل یی بدعت دی چی په دین کی هیڅ اصل نلری؟
جزاک الله خیرا
الله سبحانه و تعالی مو تل تر تله بریالی لره
سمون
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د فقهاوو په اتفاق په تشهد کې د ګوتې اشاره يا پورته کول سنت دي ، داسې چې د ښي لاس بڼه او منځنۍ ګوتې به سره حلقه کړي او د شهادت ګوته به د نفي په حالت کې (لا اله) ويلو پر مهال پورته کوي او د أثبات (الا الله ) ويلو پر مهال به يې ښکته کوي .
وائل بن حُجر رضی الله عنه وايي : «رأيتُ النبيَّ صلَّى اللهُ عليه وعلى آلِه وسلَّمَ قد حلَّقَ الإبهامَ والوُسطى، ورفَعَ التي تليهما، يدعو بها في التشهُّدِ » (رواه النسايي:۱۲۶۴، و ابن ماجه :۹۱۲ بالسناد صحيح ).
ژباړه : ما نبی صلی الله عليه وسلم ليدلی چې بڼه او منځنۍ ګوتې به يې سره حلقه کوې او شهادت په ګوته سره به يې په شهادت کې اشاره کوله .
و جاء في الموسوعة الفقهية و حايشه ابن عابدين :
وَقَدِ اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ يُسَنُّ لِلْمُصَلِّي أَنْ يُشِيرَ بِسَبَّابَتِهِ أَثْنَاءَ التَّشَهُّدِ ، وَإِنِ اخْتَلَفُوا فِي كَيْفِيَّةِ قَبْضِ الْيَدِ وَالإِشَارَةِ . قَالَ ابْنُ عَابِدِينَ : لَيْسَ لَنَا سِوَى قَوْلَيْنِ :
الأَوَّلِ : وَهُوَ الْمَشْهُورُ فِي الْمَذْهَبِ بَسْطُ الأَصَابِعِ بِدُونِ إِشَارَةٍ .
الثَّانِي : بَسْطُ الأَصَابِعِ إِلَى حِينِ الشَّهَادَةِ فَيَعْقِدُ عِنْدَهَا وَيَرْفَعُ السَّبَّابَةَ عِنْدَ النَّفْيِ وَيَضَعَهَا عِنْدَ الإِثْبَاتِ .
الموسوعة الفقهية ۲۷/۱۰۰ ، حاشية ابن عابدين ۱ / ۳۴۱ ، ۳۴۰.
مګر د شهادت د ګوتې ښورولو په اړه چې کوم روايت راغلی ضعيف دی (مجموع لنووي :۳/۴۵۴ ).
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله