د عذر پرته په کور کې لمونځ کول

السلام عليکم يوه پښتنه ده؟ بى له عذره په کور کى مونځ کول جايز دي او که نه؟‎

حميدالله همدرد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نارينه لپاره په جومات کې د جماعت لمونځ د اکثرو فقهاء په نزد واجب دی او د عذر پرته د هغه ترک کول ګناه او فسق دی.

الله سبحانه وتعالی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته داسې حکم کړی دی :[وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين] (سوره البقره ۴۳ ).

ژباړه: ژباړه : لمونځ قايموئ او زکات ورکوئ او رکوع کوئ سره له رکوع کونکو (سره له لمونځ کو نکو) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يُجِبْ فَلاَ صَلاَةَ لَهُ إِلاَّ مِنْ عُذْرٍ» (ابن ماجه و ابن حبان) .

ژباړه : څوک چې آذان واروي او هغه ته ځواب ورنه کړي (جماعت ونه کړي) د هغه لمونځ و نشو مګر دا چې څه عذر وي ( لکه : مرض او ويره ).

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو ړند سړی راغی او  عرض يې وکړ چې د لارښوونې څوک نه لرم چې جومات مې راولي جناب هغه ته اجازه ورکړه چې لږ لاړ آواز يې ورته وکړ چې « هلْ تَسْمَعُ النِّدَاءَ بِالصَّلاة؟ » (آيا آذان اروې ؟ ) ويې ويل : هو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نو هغه ته به ځواب ورکوې (رواه مسلم).

حضرت عمرفاروق پخپل دور خلافت کې خپلو ټولو واليانو داسې ليک وليږه :

: [إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد] ( رواه موطا امام مالک و ابن القيم الجوزية ص 403 ).

ژباړه: تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او چا چې هغه ضايع کړ هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه کمال او محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .

صاحب الدرمختار ابن عابدِين رحمه الله وايي:

ان صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم”. (رد المحتار: ۱/۳۳۷، البحر الرائق: ۱/۳۴۱) .

ژباړه: د جماعت لمونځ په راجح قول سره په مذهب کې واجب دی ، سنت مؤکد په حکم د واجب دی لکه څنګه چې په (البحر) راغلی ، ترک کول يې فسق دی او د پرېښودونکې د پاره تعزير دی او هغه ګناهکار دی .

د جماعت د لمانځه ۳۳ فائدې الکتروني کتاب

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 67 times, 1 visits today)