۱- محروم هغه دی چې په دنيا کې په غفلت کې ژوند تيروي او په همدې حالت کې مرګ ورته راشي .
۲- محروم هغه دی چې اوږده اوږده اميدونه کوي د دنيا د زياتولو او عيش تمنا کوي، صالح اعمال او اطاعت شاته کوي او وايي چې کله مې عمر په زوال شو هغه وخت به يې تر سره کړم .
۳- محروم هغه دی چې یوازې د الله تعالی د رحمت تمه کوي د هغه د عذاب څخه نه وېريږي (حال دا چې ايمان د رجاء او خوف تر مينځ دی).
۴- محروم هغه دی چې کله د رسول صلی الله عليه وسلم نوم واخستل شي درود ورباندې نه وايي .
۵- محروم هغه دی چې د فتنو څخه عبرت نه اخلي او د منکراتو او ناروا پر واړندې د تغير او کرکې هيڅ احساس نه کوي .
۶- محروم هغه دی چې خلکو ته په ژبه او لاس سره ضرر رسوي او د هغه په وجه خپل نيک اعمال بربادوي .
۷- محروم هغه دی چې دی ګمان کوي ټول سعادت د مال په جمع کولو کې دی نو خپله ځواني ، خپله انرژې او روغتيا په همدې کې صرف کړي او د اطاعت د پاره له ځوانۍ او نه هم روغتيا څه پاتې نشي.
۸- محروم هغه دی چې د دنيا چارې يې داسې مشغول او غافل کړي چې د دعا کولو لپاره وخت نلري حال دا چې دعا د بنده احوال بدلولای شي .
۹- محروم هغه دی چې د خپلو والدينو سره د ښه سلوک او احسان نه کولو په وجه خپل والدين ناراضه او بلاخره خپل رب (جل جلاله ) نا راضه کړي .
۱۰- محروم هغه دی چې د الله تعالی د ذکر څخه غافله وي .
۱۱- محروم هغه دی چې اطاعت کوي خو حسن خلق (د خلکو سره معامله ښه نه وي ) او يا يې اخلاق ښه خو اطاعت يې ناقص وي .
اللهم لا تجعلنا من المحرومين من رحمتك يا ارحم الراحمين
و صلى الله على نبينا محمد و على آله و صحبه و سلم و من تبعهم بإحسان الى يوم الدين
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله