رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مَنْ لَعِبَ بالنَّرْدَ شِيرِ فَكَأنَّماَ صَبَغَ يَدَهُ في لَحْمِ خِنْزِيرٍ ودَمِهِ. (أخرجه المسلم ).
يعنې : چا چې د نرد شير (شطرنج ) لوبه وکړه هغه داسې دی لکه د خوګ په خوښه او وينه يې چې لاس ککړ کړی وي .
ابی موسی اشعری رضی الله عنه له رسول صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل کړی دی چې هغه فرمايلي دي : من لعب بالنرد فقد عصى الله ورسوله( موطأ امام مالک و ابوداود ) .
يعنې : څوک چې د شطرنج لوبه کوي پس هغه د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړه .
قمار د الله تعالی د ذکر څخه د غافله کېدو ستر سبب بلل کيږي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (طه ۱۲۴ ) .
ژباړه : او څوک چې زما له يادولو مخ واړوي د هغه لپاره به په دنيا کې تنګ ژوند وي او د قيامت په ورځ به يې ړوند را پاڅوو .
د قماربار سزا تعزير دی د مسلمانانو امام به هغه ته سزا ټاکي .
جاء في موسوعة الفقهية :
على وليّ الأمر العمل على منع المعاصي, ومنها الميسر, وعليه تعزير من ثبت عليه ذلك, لأنّ التّعزير إنّما يكون في كلّ معصية لا حدّ فيها, ولا كفّارة.
د قمار څخه ګټلی مال خبيث او مردار دی ، د خبيث مال څخه د خلاصون لاره دا ده چې هغه به خپلو مالکانو ته سپارې که دا امکان ونه لري د ګناه څخه د خلاصون په نيت به هغه پر فقيرانو ويشي .
جاء في الموسوعة الفقهية :
ما يكسبه المقامر هو كسب خبيثٌ, وهو من المال الحرام مثل كسب المخادع والمقامر, والواجب في الكسب الخبيث تفريغ الذّمّة منه بردّه إلى أربابه إن علموا وإلّا إلى الفقراء.
www.dawat610.com
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله