بيمه (Insurance) شرعاً څه حکم لري ؟

پوښتنه : السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
زه یوه پوښتنه لرم هغه داسې چې زه په یوه دفتر کې کار کوم او د مؤسيسې کارکوونکي د معاش نه پرته صحي بیمه هم لري چی میدکل انشورنس ورته وایی (Medical Insurance) د هرکارکوونکي د میاشتني معاش نه یوه اندازه روپی (مثلا ۵۰۰ افغانی) دفتر کټ کوي او دوه چنده دفتر ورسره یوځای کوي (مثلا ۱۰۰۰ افغانی) نو د هرې میاشتې د هر کارمند په سر ۱۵۰۰ افغانۍ د بیمې یو شرکت ته ورکوي نو هرکله چی کوم کارمند مریض شي او یا دوا واخلي نو د دغه مصارفو بیلونه دغه د بیمی شرکت ته استوي او هغه ورته د بیلونو روپۍ ورکوي .
نو په نتیجه کې کیدای شي یو کارمند د خپلې کاري مودې په دوران کې تر هغی زیاتې روپۍ د بیمې د شرکت نه واخلي کومې چی دده د وجې نه د بیمې شرکت ته ورکړل شوی دي او یا هم کمې واخلي (مثلا د لسو میاشتو په موده کی ۱۵۰۰۰ افغانۍ د بیمې شرکت ته د یوه کارمند له وجې ورکول کیږي خو په دی موده کې کیدای شي یو کارمند د ۲۰۰۰۰ شلو زرو بیل د بیمې شرکت ته واستوي او روپۍ واخلي او یا د کمو روپیو او یا یې بیخي وانه خلي دا د یوه کارمند په مریضۍ او دهغو په مصارفو پورې اره لري)نو نتیجه دا ده کارمند که لږ روپۍ واخستلې که ډیرې د بیلو په مقابل کې او هغه باقي روپۍ د شرکت شوې که یی لږ واخستی او که ډیرې هغه به شرکت ورکوي .
نو هيله لرم چی د اسلامي اصلو اواساساتو په رڼا کې مونږ ته دا واضح کړئ چی دا معامله صحیح ده او کنه او د کومو دلائلو په بنیاد او یا په نورو اسلامي هیوادونو کې د دارنکه معاملاتو سره کوم نوعه چلند کیږي .
ستاسو د تفصیلي او مدلل جواب په هیله
په احترام
بلال له کابل نه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

بيمه هغه که د ژوند وي ، درملنې وي يا د څيزونو  د ذمه وارۍ بيمه وي حرامه ده ځکه چې دا ډول معاملات په سود ، قمار او دوکې باندې مشتمل وي .

مفتي مولانا کفايت الله دهلوي رحمه الله په اړه ليکي :

د ژوند په بيمه کې سود او توکه ده ځکه که د قسطونو ادا کول ودريږي نو مخکې ادا شوي قسطونه له مينځه ځي او ډوبيږي .

د څيزونو بيمه کول ځکه نا جايز دي چه په دې کې د قمار معامله مينځته راځي .

او د ذمه وارۍ بيمه د نا جايز والی وجه هم قمار دی – حاصل دا چې د بيمې کار او بار په سود ، قمار او دوکې باندې مشتمل دی چې دا ټول حرام دي لقوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( ۹۰سورة المائدة).

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (ال عمران ۱۳۰).

کفايت المفتي ج ۸ ص ۶۲ ) .

د مکې مکرمې د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه ليکي :

ژباړه : بيمه (Insurance) په دې معنی ده چې يو کس هره مياشت يا هر کال د بيمې شرکت ته څه مبلغ ورکوي او د هغه په مقابل کې شرکت دا ضمانت او تعهد کوي چې هر کله څه حادثه مينځته راشي دغه شخص ته به د هغه خساره ورکوي .

په هر حال کې بيمه ور کوونکی د ضرر او تاوان په حال کې وي مګر د بيمې شرکت کله توان کوي او کله ګټه نو هغه معامله چې هميشه د برد باخت په حال کې وي قمار بلل کيږي .

د بيمې ټول هغه ډولونه چې پکې ګټه او تاوان ، د حادثې محل او مقدار مبهم او نا معلوم وي حرام دي په دليل ددې حديث شريف  ابوهريره رضی الله عنه روايت کوي: «ان النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ : نَهَي عَنْ بَيْعِ الْغَرَر» مسلم (۱۵۱۳)

يعنې: رسول الله صلی الله عليه وسلم د د اسې بيع چې په هغه کې الغرر (نا څرګندوالی ) وي منعه فرمايلې ده.

 د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه ( مکة المکرمة ) (۱۵/۳۱۰)

 همدارنګه فتاوي علماء البلدالحرام ليکي :

د درملنې بيمه (Medical Insurance)) د بيمې يو ډول دی چې د اسلام له نظره حرامه ده .

همدارنګه موقع الاسلام سؤال وجواب په اړه يې ليکي :

له بده مرغه په نورو اسلامې هيوادونو کې هم د کفارو دې نا وړه عمل نفوذ کړی دی ولی علماؤ يې په اړه کلکه مبارزه کړی ده او د هغې په حرمت کې يې ډيرې ليکنې کړی دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email