کلمه :
تعريف : کلمه هغه قول دی چې په مفرده (يوازې) معنی دلالت کوي لکه : کتاب ، قرأ ، مدرستان ، مهندسون ، طلاب ، عبدالرحمن ، مکة المکرمة .
يعنې کلمه د جملې په مقابل کې په واحده معنی دلالت کوي برابره خبره ده که هغه يو لفظ وي لکه : کتاب يا دوه لفظونه وي لکه : عبدالرحمن (عبد – الرحمن ) کلمه بلل کيږي ځکه چې معنی مفرده ده .
د کلمې اقسام :
کلمه په دری قسمه ده : فعل ، اسم او حرف (توری).
فعل :
فعل په لغت کې کار او فعاليت ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلمه ده چې په يوه ځانګړې معنی دلالت کوي په داسې حال کې چې د هغه معنی په دريو زمانو ( ماضی ، حال او آینده ) پورې تعلق ولري .
د فعل علائم (نښانې) :
کچېرې کومه کلمه لاندې علايم قبول کړي نو پر فعل باندې دلالت کوي لکه :
۱- قد : حرف تحقيق دی چې فعل ماضي او مضارع يې دواړه قبلوي لکه : قد أفلح المؤمنون،قد قام ، قد يقوم .
۲- السين او سوف : سين او سوف يوازې د مضارع فعل قبلوي چې په مستقبل ( راتلونکی زمانه ) دلالت کوي لکه : سيقوم ، سوف يقوم .
۳- تاء التانيث ساکنه : د کلمې آخره ساکنه تاء يوازې د ماضي فعل قبلوي لکه : قامتْ ، ضربتْ .
۴- تاء الفاعل : د کلمې آخره متحرکه تاء يا تاء فاعل یوازې د ماضي فعل قبلوي لکه : ذهبُ ، ذهبَ ، ذهبِ .
۵- نون التوكيد: نون التوکيد يا د تأکيد او ټينګار نون په فعل مضارع او امر داخليږي چې د تاکيد معنی لري لکه :أقبلنْ يا زيدُ .
۶- لم : د لم حرف يوازې په فعل مضارع باندې داخليږي او دغه حرف د نفی ، جزم او قلب په نوم ياديږي .
نفي : چې کله په فعل مضارع داخل شي فعل مضارع منفي کوي لکه :لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (اخلاص)
جزم : د لم حرف چې کله په مضارع داخل شي فعل مضارع جزم ګرځوي (د فعل آخر حرف ساکن ګرځي ) لکه : لم يذهبْ محد إلی المدرسة .
قلب : د لم حرف چې کله په مضارع داخل شي مضارع ماضي ته بدليږي .
اسم :
اسم (نوم) هغه کلمه ده چې يوه ځانګړی معنی ولري حال چې د دريو زمانو (ماضی ،حال او آينده ) سره مل نه وي .
د اسم علائم (نښانې ) :
کچېرې کومه کلمه لاندې علايم قبول کړي نو پر اسم باندې دلالت کوي لکه :
۱- د الجر ( د ورستي حرف زير يا دوه زيرونه) قبلول لکه : ويل للضيفِ ،اللهِ – الرحمنِ –الرحيمِ
۲- د التنوين قبلول لکه :محمدٍ– کتابٍ-رجلٌ
۳- د حرف نداء (يا) قبلول لکه : يا أخت هـارون، يا ارض ، ياسماء ، يا احمد .
۴- د حروف (ال) قبلول لکه : دار= الدار ، البيت ، المسلم .
۵- اسماء د جمع او مثنی په شکل راځي او د اسماء څخه پرته افعال د جمع او مثنی په شکل نه راځي ځکه افعال اشياء نه دي او اسماء اشياء دي عدد او شمير د اشياؤ د پاره وي لکه : کتابتان نو دا کلمه په اسم دلالت کوي چې کتاب دی ، رجال دا هم په اسم دلالت کوي چې رجل دی .
۶- ځنې د قواعدو علماء دا نښه هم ذکر کوي چې : د مضاف په شکل واقع کېدل داسې چې دوه اسمونه پرلپسې راشي اول ته يې مضاف او دوهم ته يې مضاف الیه وايي لکه : کتاب الطالب ، يوم الدين .
کتاب اسم دی او طالب هم اسم دی همدارنګه يوم او الدين دواړه اسماء دي .
حرف :
حرف هغه کلمه ده چې مستقله معنی ونه لري او د نورو کلمو د يو ځای کولو لپاره په کاريږي لکه د (في) کارول په لاندې جمله کې :
جلست فی البيت ( په کور کې کښيناستو ) .
او حرف څه خاصه علامه نلري .
يادونه : يوازې فعل او اسم د تغير او بدلون وړ دي او حرف هميشه ثابت وي .
www.dawat610.com
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله