په ناسته سره نفل لمونځ کول جايز ؟

ښاغلو د اسلامې لارښود چلونکو ! اسلام عليم ورحمة الله وبرکاة
يوه پوښتنه لرم هغه دا چه : د توان او قدرت لرلو په صورت کې نفل لمونځ په ناستي سره روا دی ؟
عبدالله – کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم
د قدرت او توان په صورت کې فرض او واجب په ناسته کول نه صحيح کيږي ،مګر د ضرورت په وخت کې چه څه مرض وي او په دريدو سره تکليف وي يا د مرض د زياتيدو ويره وي يا بل څه عذر وي په ناسته لمونځ کول جايز دي .
جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ» (بخاري )
په ولاړه لمونځ کوه ، کچيرې نه توانيدې په ناسته سره لمونځ کوه او که (په ناسته نه توانيدې ) نو په څنګ لمونځ کوه .
مګر نفل لمونځ د قدرت لرلو په صورت هم په ناسته سره صحيح کيږي په دليل د دغه حديث شريف : «صَلاة القَاعِدِ عَلَی الَّنصفِ مِن صَلَاةِ القائِم» (بخاري )  (په ناسته سره د لمانځه ثواب د ولاړې د لمانځه نمايي دی ) .
مګر نفل لمونځ چې په ناسته سره وشي اجر ثواب يې نيمايي دي نو ښه او غوره داده چې په ولاړه ادا شي

.(والله اعلم)  آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 138 times, 1 visits today)