کار او کسب د جمعې د لمانځه د ترک د پاره عذر نشي کيدای

پوښتنه : موږ په داسی يو ملک کې ژوند کوو کوم چې کفری ملک دی او ښونځی ته هم ځو نو په ښونځی کې يو څه مشکل لرو هغه هم د جمعی په ورځ يو ساعت لرو چې نه شو کولای دجمعی لمانځه ته لاړ شو تر څو دا مهم لمونځ په جمعه سره ادا کړو او په دی هم پوهيږو چې دا څومره مهم او زروری لمونځ دی بايد هر کار ورته پريښودل شی نو موږ په دی هکله د استادانو سره ډیری خبری کړی خو د هغوی خوښه نه وی چئ لاړ شو او لمونځ وکړو او موږ هم دروغ نه شو ويلای چې ووايو چې مريضان يو او نه شو کولای چې ښونځی ته درشو نو ايا ستاسی څه رايه ده چې څه وکړو ؟
په لوی رب مو سپارم
حيات هجران شيرزاد   
______________________________________
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
 دې ته ورته پوښتنه د نړې د معتبرې مرجع د مکة المکرمې د علمي څړنو او افتا دايمي ټولنې نه په لاندې ډول شوی ده :

کار او کسب د جُمعې د لمانځه د ترک د پاره عذر نشي کيدای

سوال : د جمعې د لمانځه په اړه معلومات راکړی چه آيا فرض دی او که واجب ؟ زه د کفارو په يوه فابريکه کې کار کوم چې ماته د جمعې د لمانځه د ادا کولو د پاره اجازه نه راکوي ، زه په دې اړه غمګين او فريشانه يم له دې وجې چه الله تعالی فرمايي : [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ] [جمعه: ٩]
(ای مؤمنانو ! کله چه د جُمعې د لمانځه ادا د پاره اذان وشي ،نو په بيړه دالله ذکر (د جمعې لمانځه ) د پاره ورځئ او خرچول او اخيستل پريږدئ ) .
له تاسې هيله کوم چه په دې اړه توضيحات راکړئ .
ځواب : د جُمعې لمونځ په هر نارينه مکلف او مقيم باندې فرض دی په دليل د هغه آيت کريمه چه تاسې په سوال کې ذکر کړی دی فرض دی .
دا جواز نه لري چه د کار او کسب په بهانه هغه ترک کړ شي ځکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ الْخَالِقِ] [1] (د خدای د نافرمانۍ په مقابل کې د مخلوق اطاعت نشته )

  و بالله التوفيق، وصلي الله علي نبينا محمد وآله و صحبه وسلم

د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه مکة المکرمه (8/185)

څيړنه او ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

 [1] احمد (1/131، 409) (5/66)، او ابن ابي شيبه په «مصنف» (33717)، او طبراني په «الاوسط» (4322)، او «الكبير» (367، 381، 407، 437، 571). هيثمي په «مجمع الزوائد» 5/226 . 

(Visited 32 times, 1 visits today)