دکنډو يتيمانو او مسکينانو سره ښه چلن کوی :
قَاالله تعاَلي : فَاَمّاَ اليَتيمَ فَلاَ تَقهَر وَاَمّاَ السّآءِلَ فَلاَ تَنهَر « يتيم باندی سختی مکوه او سوالګر مه رټه
قَاالله تعالي : اَرَأيتَ الّذِي يُكَذِّبُ بِالّدِينِ فَذالِكَ الّذِي يَدُعُّ اليَتيمَ وَلاَ يَحُضّ ُ عَلي طَعاَمِ المِسكِينِ
آيا تاهغه کس ليدلی دی چه دين دروغ ګڼی – داخوهغه کس دی چه يتيم لره ديکی ورکوی اود مسکينانودپاره خلقوته دورکړی ترغيب نه ورکوی .
نبوی ارشادات :
السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاريمسلم)
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کی کوښښ کوونکی داسی دی لکه مجاهد فی سبيل الله او په بل روايت کی داسی دی لکه چی د ورځی روژه او دشپی عبادت کوی .
اَناَ وَكاَ فِلُ اليَتِيمِ فِي الجَنَّةِ هكَذاَ وَاَشاَرَ بِالسّباَ بَةِ وَ الوُسطي ‘ وَفَرَّجَ بَينَهُماَ (بخاري) .
زه او ديتيم پالونکی به دواړه جنت کی داسی برابريو اومسواکه اومنځنی ګوته يوځای کولو سره اشاره وفرمايله او ددی ترمينځ چی څومره فاصله ده .
(Visited 28 times, 1 visits today)