د هغو انجوګانو سره کار کول چې د ښځو د حقوقو د پاره کمپاين چلوي

دکمپاین په شکل د ښځوحقوفو څخه خلک خبرول کوم چی په افغانستان کی بعضی انجوګانی دغه کار پرمخ وړی(GBV یعنی د صنف پر بیناد تاووتریخوالی ) دوی سره کار کول په دغه برخه کی روادی او که یا بل څنګه؟ که جواب مو راکړ منندوی به یم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اسلامي شريعت لومړی دین دی چې د ښځو پر وړاندې يې تاوتريخوالی له مينځه يوړ په اسلامي شريعت کې د ښځو حقوق د فطرت سره موافق خوندي دي .په اسلام کې د ښځو حقوق دلته وګورئ

د کفر او الحاد لخوا تپل شوی د ښځو تاوتريخوالی پر ضد قانون چې اوس د موجوده رژيم لخوا د تطبيق وړ دی سراسر د اسلامي شريعت ضد دی .

[قانون منع خشونت عليه زنان] سراسر د اسلام خلاف سيکولار قانون دی

د [قانون منع خشونت عليه زنان] سيکولر قانون دوهمه برخه

د [قانون منع خشونت ] سيکولر قانون دريمه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون څلورمه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون پنځه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون شيږمه برخه

په دغه قانون باندې ايمان لرل داسې چې د شريعت پر ځای يې مناسب ، يا برابر وګڼي کفر دی ځکه د قرآن خلاف وضعي قانون يا د شيطان قانون او يا طاغوت دی

قوله الله تعالى : [أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا] ( النساء/60) .

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

[أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ] (المائدة/50) .

ژباړه : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

او د دغه قانون په عملي کولو کې کار کول او د هغه د پاره کمپاين چلول حرام دي :

ځکه په حرام کار کې مرسته کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی:[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ]

ژباړه : په نيکی او پرهيزکارۍ کې يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانۍ په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

او د داسې خلکو سره علاقه ساتل حرام دي :

قال الله تعالى : [لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ .. الآية]  )المجادله ۲۲ ) .

ژباړه : داسې به هيڅکله و نه وينی چې چا پر الله او ورځ د آخرت ايمان راوړی وي بيا دې له هغو خلکو سره مينه او دوستي وکړي چې د الله او رسول سره مخالفت کوي .

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 39 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً