مهر او په ټولنه کې روان ظلم

 

مهر 
هغه رقم کوم چه سړی يي دنکاح په وخت کې فوراً ادا کوي يا دادا کولو وعده کوي ديته په شريعت کې مهر وايي چه دوه ډوله دی مهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر دی چه فوراً دنکاح په وخت کې ادا کيږي اومهر مؤجل هغه دی چه دنکاح په وخت کې فوراً نه اداکيږی بلکه داداکولو دپاره وعده کيږي .
دمهر کمه اندازه لس درهمه ده چه 29.75 ګرامه چه په اوسنی بازارکې له 1488 افغانی سره سمون خوري .
دبی بی فاطمی (رض) دمهر اندازه 500 درهمه ؤ چه له 1488 ګرامه سپين زر کيږي په اوسنی نرخ کې له 74400 افغانی کيږی .
دمهرد ذياتی اندازي لپاره څه حد مقرر نه دي خو دمهر دومره اندازه مقررول پکار دي چه خاونديي په آساني ادا کولې شي حضرت محمد(ص) غوره نکاح هغه نکاح بلل يي چه آسانه وي ‹‹ اعظم نکاح برکة ايسر›› (مسند احمد ).
پخپله هغوی خپل مهر ډير ذيات مقررول نه دي خوښ کړي .
مهر مثل :
په وطني اصطلاح کې بدل يا د بدلانه نکاح چه يوسړی خپله خور بل سړي ته په نکاح ورکوي او دهغه سړی خور خپل ځان ته نکاح کوي . داډول نکاح روا ده ولي مهر نه معاف کيږي ښځي ته به مهر مثل ورکوي .يا دچا په نکاح کې مهر نه وي ذکر شوي هغي ته هم مهر مثل دی .
مهر مثل هغه مقدار مهر دی کوم چه په عام طور سره د دوی په کورنی اوخاندان کې مقرريږي ،دخاندان نه مراد پلارګنی ده نه مورګني مثلاً دپلار خور د تره لوڼی يا نوری په مهر مثل کې داهم ضرور دي چه کومه ښځه مثل ګرځوي دهغي دصورت اوسيرت څه ناڅه برابری شرط ده .
 
مهر او زمونږ په ټولنه کې روان ظلم
 
زمونږ په ولس کې چه دخور اولور د واده کولو کومی ظالمانه کړنی روانی دی دوه  اړخونه لری :
 
لومړی :
مهر د ښځی حق دی ، قوله تعالی :وَآتُواْ النَّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً  (( اودښځومهر په ښه زړه ورکړی )) ( النساء ۴ ). خونن سبا وينوچه دافغانستان په ډيرومناطقوکې دغه حق خپل حقدارته نه سپارل کيږي ښځه لا دخپل مهرپه اندازه هم خبره نه وي خوپلار يې مخکی له مخکی هغه پخپلواقتصادی چارو مصرف او ياکوم تجارتی دوران ته اچولی وی ،که ظاهراً له خپلی خوريا لورنه بښنه وغواړی نولور غريبه به څه ووايي لوريا خور خو په حقيقت ښه پوهيږي ولی څه خوځکه نشی ويلای چه نه غواړی دډير تاوان سره سره پرخپل ځان دپلار يا ورور دروازه بنده کړی ،ځکه ددی غريبی په مخکی له خپلی کورنی څخه فراق دی نوورسته به همدا يوه دروازه ددی لپاره دتسل ،سکون اوڅو ورځو تيرولوځای وی اوبس .
 
دوهم :
که څه هم  چه خسرګنۍ به په دي  ښه پوهيږی چه د دومره ولور توان نلری کوم چه مونږ يې ورته ټاکو خو بيا به هم دومره اندازه ولور ټاکی چه د ښځی خاوند دهغه دپوره کولو لپاره څو کاله  مسافري کوي او نورو ملکونو ته به د خواری لپاره منډی ترړی وهی کله چه د زړه په وينو ټاکل شوی ولور او ورسره ورسره نور ډير بی ځايه فرمايشاتو، سيالیواو رواجونو لښتونه پوره کړی او خسرګنی راضی کړی ورسته خپله بی بی ناويې کړی لا به يې د ناوکۍ  بی بی لاسونه په نکريزو سره وي خاوند به داوږيدی مسافری په لوری له خپلی بی بی خدای په آمانی کوی ځکه چه نور نو دخوراک لپاره څه نه لری اويا د قرضدارانو له لاسه ځمکه ځای نه ورکوي ، نوی نابلده ناويې به څلورو ديوالو ته پاتی شي .
که دا کورنی رحم اوزړه سوی ولری نوپه خپله نوی ناويې به لاس ونسی اوکه په کوم بی رحمه کوريې سر شوي وي نوبيا به ټول سره يو لاس شي او دکور  ډیر کارونه  به دې ښځی ته حواله کوي او دوی به ورته وايې چه ته پوهيږی چه په تا څومره پيس
ی تللی دي .
دا هرڅه دچا له لاسه دهغه پلار يا ورور يا بل ذمدار له لاس چه په خپله خور لور يې بی رحمانه پيسی اخستی وي اوبيا یې په خپله ګيډه کې اچولی وي  آيا دا د خپل اولاد دغوښو خواراک نه دي ؟
دا مهر دي او دخپل اولاد خرڅول ؟
آيا دا ناکاره عمل له مسلمان سره مناسب دي ؟

آياداموپرخپل مظلوم اولاد ظلم ندي ؟

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 85 times, 1 visits today)