د زکات د نه ادا کولو وعيدونه

د زکات په وجوب باندې ايمان مګر د هغه نه ادا کول کبيره ګناه ده او دنيوي او اخروي عذابونه سبب ګرځي.

اول – دنيوي عذاب :

د زکات نه ادا کول د آفاتو او په خاصه توګه قحط او وچکالی سبب ګرځي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «وَلم يمنعوا زَكَاة أَمْوَالهم إِلَّا منعُوا الْقطر من السَّمَاء وَلَوْلَا الْبَهَائِم لم يمطروا.[1]

ژباړه: څوک چې د مالونو زکات نه ورکوي نو پر هغوی باندې د آسمان له طرف څخه (باران) نه اوريږي او که پر حيواناتو ( دالله تعالی رحم نه وای) نو هيڅ به نه اوريدل .

الله سبحانه و تعالی د خپل بنده څخه د قرض په ټوګه څه مال غواړي چې هغه خپل محتاج او فقير ورور ته ورکړه په بدل کې به ستا په مال کې برکت نازل کړم او په آخرت کې به د هغه غوره بدله درکړم .

مګر بخيل انسان ددې څخه مخ اړوي ، شيطان چې د انسان دوښمن دی انسان په فقر او لوږه سره ويروي او هغه ته دغه وسواس ور اچوي چې د زکات په ورکولو ستا مال کميږي که نه اصلاً د هغه په مال کې برکت نازليږي [الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ] [2]

ژباړه: شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او الله فراخه فضل والا، ښه پوه دى.

دوهم اخروي عذاب :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : {وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ}[3]

ژباړه : او هغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او هغه د الله تعالی په لار کې نه لګوي نو دوی ته په دردناک عذاب زيری ورکړه. .

او فرمايي : [وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ][4]

ژباړه : او هغه کسان چې پر هغه څه چې الله د خپلې پيرزوينې څخه دوی ته ورکړي دي بخيلي کوي نه ښايي چې دوی خپل دغه کار خير وګڼي بلکې دا د دوی لپاره زيان دی ژر به په قيامت کې هغه څه چې دوی پرې بخلي کړی ده د دوی ( غاړې ته ) د طوق په شکل ور واچول شي .

له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ، مُثِّلَ لَهُ مَالُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ، لَهُ زَبِيبَتَانِ، يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ، يَعْنِي: بِشِدْقَيْهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا مَالُكَ، أَنَا كَنْزُكَ». ثُمَّ تَلا: [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ] الآيَةَ.[5]

ژباړه :په چا چې الله پاک د مال او دولت پيرزونه کړي وي،او هغه د خپل مال زکات ور نه کړي نو مال به يی د قيامت په ورځ د داسې مار په صورت مجسم شی چه سر به يې پک وي او دوه زهرجن نيشونه به لري او د ده تر غاړه به ور تاوشي او دی به تر وښکي ونيسي او ورته وايي به زه ستا جمع کړي مال او کنز يم بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا ايت تلاوت کړ [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ].

بل حديث شريف کې راځې :«مانع الزكاة يوم القيامة في النار»[6] .

ژباړه : څوک چه د زکات له ورکړی منعه کوی نو د قيامت په ورځ  يې ځای دوزخ دی .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه ابن ماجه من حديث الخصال الخمس .

[2] – سوره البقره :۲۶۸ .

[3] – سوره التوبه :34 .

[4] – سوره آل عمران :۱۸۰ .

[5] – رواه البخاري :۱۴۰۳ .

[6] – رواه الطبراني و الترغيب و الترهيب :۲/۱۵ .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 142 times, 1 visits today)