د قبر زيارت

د قبر د زيارت حکم :

د امت د فقهاؤ په اتفاق د قبرونو زيارت سنت دی په دليل د دغه حديث شريف :

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : «زُوْروا الْقُبْورَ فَإنَّهَا تُذَكِّركُمُ الآخِرَةَ(مسلم 976 )

يعنې : د قبرونو زيارت ته ځی ځکه دا قبرونه تاسی ته آخرت درپه يادوي

موسوعة الفقيهة (هيئت کبار علماء مذاهب اربعه عالم اسلام ) ليکي :

لا خلاف بين الفقهاء في أنّه تندب للرّجال زيارة القبور ، لقوله صلى الله عليه وسلم : « إنّي كنت نهيتكم عن زيارة القبور فزوروها ، فإنّها تذكّر بالآخرة » .

ولأنّه صلى الله عليه وسلم « كان يخرج إلى البقيع لزيارة الموتى ويقول : السّلام عليكم دار قوم مؤمنين وأتاكم ما توعدون غداً مؤجّلون ، وإنّا إن شاء اللّه بكم لاحقون » . وزاد في رواية : « أسأل اللّه لي ولكم العافية » .

اللجنة الدائمة (سعودی عربستان ) ليکي :

د سړيو د پاره د قبرونو زيارت سنت دی ، فعل د رسول الله صلی الله عليه وسلم دی او هغه امر ورباندې کړی دی ، عمل د خلفاء راشدينو او ټولو صحابه دی ، د څلورو مذاهبو د امامانو په دې باندې اجماع ده  .

وجاء في “اللجنة الدائمة” (9/103) : “من السنة زيارة الرجال للقبور؛ لفعل النبي صلى الله عليه وسلم ذلك، وأمره به، ولعمل الخلفاء الراشدين وسائر الصحابة رضي الله عنهم، وأئمة المسلمين دون مخالف، فكان إجماعاً، ولقوله صلى الله عليه وسلم: ( كنت نهيتكم عن زيارة القبور ألا فزوروها ) … الحديث ” انتهى.

مګر د ښځو د پاره د قبرونو زيارت د حجاب او پردې سره د احنافو په نزد فی ذاته مباح دی اګر چې غوره دا ده چې لاړې نشي مګر په تللو کې رخصت شته ځکه حضرت عايشه رضی الله عنها د خپل ورور عبدالرحمن د قبر زيارت ته تللې وه

دغه روايت امام ترمذي په باب ما جاء فی زيارت القبور للنسآء ۲/۲۰۳ ) نقل کړی دی . (کفايت المفتي ج ۴ ص ۱۸۲ )

قوله ، و لو للنسآء ، و قيل تحرم عليهن ، و الاصح ان الرخصة ثابتة لهن ، البصر (ردالمحتار – زيارت لقبور للنسآء ۱/ ۲۰۳ سعيد ) .

مګر د جمهورو فقهاء په نزد د ښځو د پاره د قبرونو زيارت کول مکروه دی ،، لقوله صلى الله عليه وسلم : « لعن اللّه زوّارات القبور » ځکه د ښځو زړونه نازک ، احتمال د ډير غم ، ژړا او عږ پورته کولو دی .

جاء فی موسوعة الفقهية : أمّا النّساء ، فمذهب الجمهور أنّه تكره زيارتهنّ للقبور ، لقوله صلى الله عليه وسلم : « لعن اللّه زوّارات القبور » . ولأنّ النّساء فيهنّ رقّة قلب ، وكثرة جزع ، وقلّة احتمال للمصائب ، وهذا مظنّة لطلب بكائهنّ ، ورفع أصواتهنّ .

وذهب الحنفيّة – في الأصحّ – إلى أنّه يندب للنّساء زيارة القبور كما يندب للرّجال ، لقوله صلى الله عليه وسلم : « إنّي كنت نهيتكم عن زيارة القبور » الحديث .

د قبر د زيارت آداب : 

 کله چې سړی د قبر زيارت کوي نو قبر ته به مخامخ نه دريږي بلکي مخ به قبلې ته کړي په مړي به السلام واچوي او هغه به دعا وکړي .

د قبر د زيارت مسنونه دعا داسې ده :

«السَّلاَمُ عَلَى أَهْلِ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَيَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَلاَحِقُونَ ».(مسلم، احمد و نسایی).

سلام دې وي پر تاسی ای ! اهل د قبرونو له مؤمنانو او مسلمانو الله ج دې رحم وکړی پرهغو کسانو چه له مونږ نه مخکی تللی او پر هغو کسانو چه له مونږ نه به ورسته رحلت کوي اومونږ به هم ان شآء الله له تاسې سره يوځای شو.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 20 times, 1 visits today)