څرنګه له قرآن څخه دفاع وکړو؟

څرنګه له قرآن څخه دفاع وکړو؟

د الله كتاب د امريكايانو په اور كې

څرنګه چې خبر يو، په وروستيو كې د امريكا په فلوريدا ايالت كې يوې كليسا له نړيوالو څخه وغوښتل تر څو د اسلام د خپراوي په وړاندې د احتجاج په پلمه، د سپتمبر يولسمه نيټه د قرآن كريم د سوزونې په نړيواله ورځ ونوموي او په  همدي كليسا كې قرآن كريم وسوزوي. د کليسا دا اعلان څه نوې خبره نده بلكه دا د لويديځ د هغو تاريخي دښمنيو د لړۍ بله كړۍ ده چې له اوږدې مودې يې په زړه کې لري او وخت په وخت يې څرګندوي. د سلمان رشدي شيطاني آيتونه، په فرانسه او هالنډ كې پر اسلامي حجاب بنديز، په پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندې ناوړه تورونه، د قرآن پر ضد كمپاينونه، مسلمانان په ترهګرۍ تورنول او د فاشيستانو نوم وركول، د پيغمبر صلی الله عليه وسلم كاريكاتورونه ويستل او د هغو سيالۍ اعلانول، د هالنډي سياستوال- ويلدرز فتنه، د جوماتونو په منارو بنديز، د پاپ له لوري پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته سپكاوى، په ګوانتانامو كې د قرآن كريم بې حرمتي، د الله كتاب په ګوليو ويشتل… دا هر څه د دوى د هغې سترې دښمنۍ كوچنۍ نمونې دي چې قرآن يې موږ ته داسې بيانوي: قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ (ال عمران 118) (له خبرو څخه يې کينه څرګنده شوه خو هغه كينه چې په زړونو کې يې پټوي ډېره لويه ده.)

له صليبي جګړو وروسته…

كله چې په اتمه صليبي جګړه كې صليبيانو سخته ماته وخوړه، نو د هغوى مشر نهم لويس پداسې حال كې چې د مسلمانانو په زندان كې يې د ژوند وروستۍ شپې سبا كولې خپلو پيروانو ته داسې وصيت وكړ: موږ هيڅكله مسلمانان د زور او ځواك له لارې نه شو ماتولاى ځكه چې دوى له خپل دين سره بې كچې مينه لري،ځكه نو ښايي چې له دين سره د دوى اړيكې كمزورې كړو، ديني روحيه پكې له منځه يوسو، بې ديني، الحاد او بد اخلاقي پكې دود كړو، د جهاد روحيه پكې وټكوو اود قرآن او حديثو سره يې اړيكې پرې كړو.همداوو چې د اسلام د له منځه وړلو لپاره يې پراخ فكري يرغل پيل كړ.

قرآن له منځه يوسئ!

د دې دښمنيو اصلي لامل د همدې كليسا د مشر، تيري جونز له وينا څخه په ډاګه څرګنديږي چې له CNN تلويزوني چينل سره يې په مركه كې وويل:(موږ غواړو پدې توګه د اسلام د خپراوي مخه ونيسو. كه موږ دا ډول غبرګون ونه ښيو نو څوك به د اسلام د خپراوي په وړاندې ودريږي.)

د اسلام دښمنان پوهيدلي چې قرآن د مسلمانانو د ځواك اصلي رمز دى او تر هغه چې دا د دوى په منځ كې شته وي، هيڅكله نه شي پرې بريالي كيدلاى.

– د انګلستان پخوانۍ صدر اعظم گلادستون وايي: تر هغه چې د مسلمانانو په منځ كې قرآن موجود وي، اروپا هيڅكله په ختيځ نه شي برلاسې كيدلاى.

– په الجزايز كې فرانسوى قوماندان د دغه هيواد د اشغال په سلم كال وويل: تر هغه چې الجزايريان قرآن لولي او په عربي خبري كوي، موږ پر هغوى نه شو برلاسي كيداى. ځكه نو اړينه ده چې قرآن د هغوى له زړونو او عربي يې له ژبو څخه وباسو.

– كله چې له سل كاله هڅو وروسته په ډيره بې شرمۍ سره په خپلو پلانونو كې ناكام شول نو د وخت د مستعمراتو وزير، لاکوست وويل: فرانسې څه كولاى شواى، پداسې حال چې قرآن له فرانسې څخه ډير پياوړى دى؟

له قرآن سره د جګړې لارې

له همدې امله لويديځ تل هڅه كوي تر څو په هره شونې لار، قرآن له منځه يوسي. د دې موخې لپاره دوى لاندې تګلارې غوره كوي.

1)    د مسلمانانو په زړونو كې د قرآن كريم مقام راټيټول او شكونه ورته پيدا كول: مشهور تبشيري تاكلي وايي: ضرور ده چې قرآن چې د مسلمانانو تر ټولو ستره وسله ده، پخپله د اسلام په ضد وكاروو، موږ بايد دوى ته وښيو، څه چې په قرآن ريښتيا دي، نوي نه دي او هغه څه چې نوي دي، ريښتيا ندي.

2)    غلط تفسير او تعبير: پدې لار كې ډيرو مستشروقينو قلمونه خوځولي تر څو د قرآن كريم غلط تفسير وړاندې كړي چې زموږ په هيواد كې د دې كار څرګنده هڅه، درى كاله وړاندې د (قرآن پاك) په نامه په دري ژبه د قرآن كريم ناسمه ژباړه وه چې د غوث زلمي له لوري په كابل كې وويشل شوه.

3)    ښكاره دښمني: چې د قرآن سوځونې او سپكاوې له لارې يې څرګندوي: د الجزيرې تلويزون خبريال سامي الحاج چې په ګوانتاناموكې بندي وو، وايي: زندانيانو ته د امريكايانو تر ټولو ستره شكنجه دا وه چې د هغوى د سترګو په وړاندې به يې د قرآن كريم سپكاوى كولو او په تشنابونو كې په يې غورځولو.

په احساساتي نارو څه نه كيږي!

د مسلمانانو او لويديځ تر منځ د اخ او ډب نننى مثال هغو دوو پهلوانانو ته ورته دى چې له اوږدې مودې يو له بل سره ښكيل دي. پدې ترڅ كې يو لورى خپل حريف راڅملوي او پر سينه يې كښيني، لاس او پښې يې وتړي او په ډاډه زړه يې په ځورولو پيل وكړي. كله يې د ځورولو لپاره چاړه راوباسي او پوستكى يې پرې غوڅوي، كله يې په څټك سره هډوكي نرموي او…

نننى پيښې د اسلامي امت لپاره همدا مثال لري چې ساده كسان خو يوازې هغه وخت نارې سورې پيل كړې چې چاړه او يا څټك وويني… خو لدې پرته له خپلې سينې څخه د حريف د لرې كولو هيڅ خيال نه لري. دوى تل په خوبونو ويده وي او چې كله يې مقدساتو ته سپكاوى وشي نو راويښ شي، جذبه يې وښوري، وينې يې په جوش راشي او هر ډول قربانيو ته تيار ښكاري… خو وروسته بيا د خپل امت د حالت د بدلولو په هكله هيڅ سوچ او خيال نه لري. دوى ګومان كوي چې كه احيانا لويديځ قرآن ونه سوزوي نو ګواكي له موږ سره يې هيڅ ستونزه نشته؟ كه د پيغمبر r سپكاوى ونه كړي نو بيا زموږ دوستان دي؟ داسې نه ده، بلكه دا چې نن زموږ مقدساتو ته دومره لاس رااوږدوي، لامل يې دا دى چې موږ كمزوري شوي يو. كابو سل كاله كيږي چې اسلامي امت د خپل حريف په وړاندې را غورځيدلى، خلافت له منځه تللى او د اسلامي امت واحد بدن نن په شپيتو برخو ويشل شوى، داسې برخې چې هيڅ يوه د بل په رنځ نه كړيږي او د يو ځاى كيدو هيله او سوچ هم نه لري.كه چيرې په ريښتېنې توګه  غواړو د دغو ناخوالو جرړې وباسو نو بايد د خپل دغه ټوټه شوي بدن د يو ځاى كيدو تكل وكړو. په ټولو سره هڅه وكړو چې له خپلې سينې څخه دغه ناولى او مكار حريف لرې كړو. بيا به هغه وخت وي چې هيڅوك به زموږ شعايرو ته په سپك نظر نه شي كتلاى

په ځاى غبرګون

د دې ټولو ناوليو هڅو اصلي لامل د اسلام له خپراوي څخه د لويديځ ويره ده، ځكه نن په نړيواله كچه د بل هر دين په پرتله، زياتو وګړو اسلام ته مخه كړې ده، دا ښيي چې موږ يو ژوندى امت يو  او د برلاسۍ او غلبې شونتيا مو دوى په وېره كې اچولې. البرمشادور وايي: (څوك پوهيږي؟ كيداى شي يوه ورځ بيا مسلمانان ټوله نړۍ تسخير كړي. زه فالبين نه يم، خو بې شميرې كره نښې دلالت كوي چې دا كار شونى دى.) دا د مسلمانانو د بيا واكمنېدو ډار دى چې طاغوتي ځواكونه يې پوچو تبليغاتو ته هڅولې. د كمونيزم له ماتې وروسته، اسلام د تر ټولو سخت دښمن په توګه ګڼل دا مانا لري چې دا امت ژوندى او بېرته راتلونكى دى. له همدې امله مسلمانانو ته په كار ده چې د اسلام پيغام لا په څرګند ډول نړيوالو ته ورسوي. په همدې لړ كې د وروستۍ پيښې سره جوخت، د امريكا د مسلمانانو شورا (Cair)، غير مسلمانانو ته د اسلام د پيژوندګلوى په موخه د سل زرو مصحفونو د ويش  خبردارى وركړ او له مسلمانانو څخه يې وغوښتل چې ګانډيانو، دولتي مامورينو او ژورنالستانو ته قرآن ډالۍ كړي.

په قرآن سر وركوو خو آيا سر ورته ټيټوو؟

درنو خويندو او وروڼو! كه هغوى له قرآن سره داسې چلند كوي نو څه ګيله ترې نه ده په كار، ځكه له دښمن څخه خو لدې پرته د بل څه تمه كيږي هم نه. خو راځئ سر ګريوان ته كړو او وګورو چې هغوى چې موږ له قرآن سره څه ډول چلند كوو! دا سمه ده چې الحمد لله موږ په هغه باندې سر وركولو ته تيار ياستو خو آيا هغه ته سرټيټولو ته هم تيار يو كه نه؟ نن مسلمانان هغه بدمرغه قوم دى چې سره لدې چې د عزت كتاب يې په لاس كې دى خو بيا هم ذليل دي، دا خو هماغه كتاب دى چې الله پرې امتونه لوړوي، دا كتاب خو الله تعالى راليږلى وو چې مسلمانان يې ولولي، پرې پوه شي، عمل پرې وكړي او د خداى پر ځمكه يې قانون نافذ كړي، انسان ته عزت او طاقت وركړي او په ځمكه يې د الله خليفه وګرځوي، په الله قسم چې دښمن دا كتاب له موږ څخه ښه پيژندلى ځكه يې د له منځه وړلو لپاره شپه او ورځ په ځان يو كړي خو موږ… موږ خو نن پدې كتاب يوازې پيريان شړو، د انسانانو د ژوند قانون يوازې مړيو ته لولو.موږخو نن قرآن له پارلمان او قضا څخه شړلى، په پوهنتون او ښوونځي كې ځاى نه لري، اردو او نظام مو دروازې ورپسې  تړلې!!!  پداسې حال كې چې الله تعالى قرآن راليږلى چې امتونه پرې جوړ شي، په سيوري كې يې ژوند وكړي. ښه او بد، حق او باطل، دوست او دښمن،عزت او ذلت،كاميابي او ناكامي،حلال اوحرام…له هغه څخه وپوښتي.

د قرآن په ننګ را پاڅئ

درنو خويندو او وروڼو! راځئ له خپل رب سره سپين وچليږو. كه په ريښتينې توګه غواړو د خپل كتاب څخه دفاع وكړو نو لاندې ټكي هغه څه دي هر يو يې تر خپلې وسې ترسره كولاى شو. باسواده، بې سواده، بډاى، بې وزله، نر ښځه… هر يو كولاى شو له لاندې يوې لارې څخه د قرآن مرسته وكړو.

1)        د قرآن كريم زده كړه تر خپلې وسې، له تجويد او ترجمه سره.

2)        قراني ساعت: په شپه او ورځ كې يو ساعت د قرآن كريم لپاره بيلول چې پكې تلاوت وكړو، تجويد زده كړو، خپلې كورنۍ ته قرآن وښيوو، تفسير ولولو، په احكامو او مسايلو يې ځان پوهول او نورو ته ور زده كړو.

3)        د قرآن كريم دارالحفاظونه، مدرسې او پوهنتونونه جوړول يا تمويلول.

4)        د قرآن كريم احكام زده كول او په ژوند كې پلي كول.

5)        د قرآن پوهنې دورې جوړول او پدې لړ كې مرسته كول.

6)        يو جلد قرآن كريم خپل ملګري، ګاونډي، همكار… ته ډالۍ كول.

7)        علماء: په جوماتونو كې په دوامداره توګه د قرآن كريم ژباړه پيل كول.

8)        د كور لپاره يو معتبر تفسير چې په پښتو يا دري ژبه ليكل شوى وي اخيستل او د كورنۍ لپاره د قرآن كريم ساده درس پيل كول.

9)        د قرآن كريم د تلاوت، تفسير او احكامو سي دي، او كسټې اخيستل، هم پخپله اوريدل او نورو ته ډالۍ كول.

10)     د قرآن كريم په اخلاقو ځان سمبالول: د مسلمانانو لومړني نسل ته متحرك قرآن ويل كيږي چې ټول كړه وړه به يې د قرآن كريم هنداره وه.

11)     د قرآن كريم د تفسير دورې جوړول، تمويل او يا پكې ګډون كول.

12)     د قرآنکریم د حاکمیت لپاره په ډلیيزه توګه کار کول: مسلمانان هغه مهال بدمرغه شول چې قرآن يې د حاكميت له منارو د خونو تاخچو ته راكوز كړ او هله به بيا د عزت څلي ته رسي چې همغه يې په ټولنيزژوند واكمن وي.

13)     د قرآن كريم په دعوت او پيغام ځان پوهول او نورو ته رسول.

قرآن زموږ قانون دى!

مسلمانانو ته په كار ده چې په عملي توګه يو ځل بيا په ټينګه دا شعار را پورته كړي چې قرآن كريم زموږ د ژوند قانون دى، راځئ په ګډه قرآن کريم ته بلنه او دعوت خپل هدف او مقصد وګرځو، د قرآن کريم تعليمات په خپل فردي او ټولنيز ژوند کې عملي کړو، د قرآن پيغام راواخلو او د صحابه وو په څېر يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوو، او پدې پيغام خلك د انسانانو له بندگۍ څخه د الله بندگۍ ته، د اديانو له ظلم څخه د اسلام عدل او د دنيا له تنګسې نه د آخرت پراخۍ ته راوبولو. د قرآن کريم سيستم په خپلو ادارو، سياست، اقتصاد، قضا، قانون او حکومت دارۍ کې عملي کړو، تر څو الله تعالى مونږ يو ځل بيا د نړۍ په ټولو امتونو کې د عزت خاوندان وګرځوي.

إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ

د اصلاح پيغام لړۍ

 

 

  • § ټولې ستاينې الله U ته ښايي چې د بشريت د نيكمرغۍ لپاره يې د اسلام سپيڅلى دين د ژوند د كاملې برنامې په توګه راواستولو. ښايي چې موږ وخت په وخت د دغه سپېڅلي دين لارښونې واورو او په سيوري كې يې خپل ژوند جوړ كړو. (د اصلاح پيغام) هغه دعوتي لړۍ ده چې په همدې موخه په هرو پنځلسو ورځو كې يو ځل په پښتو او دري ژبو د بروشر په بڼه خپريږي.
  • § دا پيغام بيلابيل موضوعات د هغوى ارزښت په انډول تر پوښښ لاندې راولي او د اسلام په رڼا كې يې حل لارې وړاندې كوي.
  • § د اصلاح پيغام په وړيا توګه ويشل كيږي او له وروڼو او خويندو څخه هيله          

كيږي چې د هغې په خپراوي كې خپل ايماني مسئوليت اداء كړي.

  • § د اصلاح پيغام لله الحمد خپل يو كلن مزل په دريو مياشتو كې ووهلو، زموږ تمه وه چې د ۱۳۸۹ كال تر پايه كيداى شي تيراژ له زرو څخه لس زرو ته پورته كړو خو د الله U په مرسته او په دين مينو خويندو او وروڼو په مټو دا دى اوومه ګڼه يې چې ستاسې په لاس كې ده لس زره چاپ شوې ده. اوس مو هوډ دى چې ان شا الله د ۱۳۸۹ كال تر پايه دا شميره ۲۰۰۰۰ ته ورسوو.
  • § دا پيغام په پوهنتونونو، ښوونځيو، كورسونو، جوماتونو…كې ويشل كيږي.
  • § له تاسې څخه هم هيله كيږي چې د خير پدې هڅه كې راسره يو ځاى شي.

د اړیکې لپاره:

  ۰۷۰۶۰۲۷۶۱۸ –  ۰۷۷۲۱۰۲۴۰۵

payameslah@gmail.com 

 

د تیرو ګڼو لپاره لاندې لینک وګورئ

په لاندې ګروپ کې ګډون وکړئ

 

Print Friendly, PDF & Email