د اسلامې حکومت اصول لومړۍ برخه

د اسلامې حکومت اصول (بنسيتونه ) 

اسلامې نظام چې د نورو وضعي يا ساختګي نظامونو سره خاص فرق لري ، دغه فرقونه په لاندې ډول دي :

۱- قانون به د الله تعالی حکم وي :

د اسلامې نظام لومړی بنسټ دا دی چې حکم به الله تعالی لره وي او اسلامې حکومت به د الله د حکم موافق چليږي چې مأخذ به يې قرآن او سنت وي ، ټولې فيصلې او ټول قوانين به د قرآن او سنتو په رڼا کې تر سره کيږي .

قوله تعالی : ( إن الحكم إلا لله ) يوسف/40

وقال تعالى : ( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50

يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

الله جل جلا له  فرمايي : ( فلا وربك لا يؤمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم لا يجدوا في أنفسهم حرجاً مما قضيت ويسلموا تسليماً ) النساء/65 .

ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې کړی او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

عليکم بکتاب الله ، احلوا حلاله و حرموا حرامه ( طبراني ، مسند احمد ۱/۹۰۷ ، کنزالعمال ) .

پر تاسې لازمه ده چې د الله د کتاب پېروي وکړئ ، هغه څه يې چې حلال ګرځولي حلال وګڼئ او هغه څه يې حرام ګرځولي دي حرام وګڼئ .

ان الله فرض فرايض فلا تضيعوها و حرم حرمات فلا تنتهکوها و حد حدودا فلا تعتدوها  ( مشکوة ، دارالطني ، کنزالعمال )

کوم فراېض چې الله تعالی مقرر کړي دي هغه ضايع نه کړئ ، او څه يې چې حرام کړي هغه مه ماتوئ ، او کوم حدود يې چې تعين کړي د هغه څخه سر غړونه مه کوئ .

من اقتدی بکتاب الله لا يضل فی الدينا و لايشقي فی لاخرة (مشکوة ، دارالطني ، کنزالعمال ) .

چا چې د کتاب الله پیروي وکړه هغه به نه په دنيا کې ګمراه شي او نه به په آخرت کې بدخته شي .

۲- دوهم اصل عدل بين الناس (د قانون په تطبيق کې عدل) :

د اسلامې حکومت دوهم بنست او اصل دا دی چې د اسلامې حکومت قانون چې عبارت له قرآن او سنتو څخه دی د هيواد پر ټولو کسانو يو شان دی د ملک د ادناترين کس څخه نيولي تر رئيس او امير پورې پر ټولو يو شان واجب التنفيذ دی ، د امتياز هيڅ طريقه د هيڅ د چا د پاره کوم ځای نه لري .

قوله سبحانه و تعالی : وَأُمِرْتُ لأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ (الشوری ۱۵ ) .

(او مامور شوی يم چې ستاسې په مينځ کې عدل وکړم )

قوله تعالی : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵)

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

يعنې : د اسلامې حکومت د قانون په تطبيق کې خپل او پردی ، شناخته او نا شناخته ، دوست او مخالف ،لوی او کوچنی هيڅ فرق نه لري پر ټولو به يو شان تطبيږي کوم شی چې حرام وي د ټولو د پاره به حرام وي کوم شی چې حلال وي د ټولو د پاره به حلال وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم دا قاعده داسې بيانوي :

انما هلک من کان قبلکم انهم یقيمون الحد علی الوضيع و یترکون الشريف ، و الذی نفس محمد بيده لو ان فاطمه (بنت محمد) فعلت ذلکت لقطعت يدها ( البخاري کتاب الحدود ) .

تاسې نه مخکې چې کوم امتونو تير شوی وو په دې وجه هلاک شوي دي چې هغوی به د تيټ نسب واله ته مجازات ورکول او لوړ نسب واله کسان به يې معاف کول ، قسم په هغه ذات چې د محمد روح د هغه د قدرت په لاس کې دی ، که فاصمه (د رسول الله مبارکه لور) غلا کړې وای ، د هغې لاس به مې پرې کړی وای .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 46 times, 1 visits today)