که مو نوی واده کړي وي يو ځل يې ولولی

 

دمباشرت يا له خپلی بی بی سره ديوځايوالی آداب
لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب پر يوه ځل سره ټولې د جاهليت د وخت بې شرمۍ له مينځه يوړې د هغه پر ځاي يې په ټولنه کې يوازي اسلامې نکاح منځ ته راوړه .
څنګه چه د ټولنی پر سطحه د نکاح سپيڅلی سنت طريقه شوه همدارنګه د نکاح په منځ کې د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه د دغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دي .
دمباشرت آداب :
۱– دلومړی ځل لپاره چه کله ناويې له خپل خاوند سره يوځای کيږي سنت طريقه داده چه اول د خپلی بی بی د تندی ويښتان ونيسی بسم الله ووايي بيا دا دوعا ووايي :
الهم انی اسلک خيرها وخيرما جبلتهاعليه واغوبک من شرها وشرماجبلتها عليه ((ای خدايه زه له تا څخه خير د دغه ښځی غواړم ، په عاداتو د هغه له تا نه د خير سوال کوم او له شره د هغه پناه غواړم )) .
۲- دجماع د شروع کيدلو په وخت کې بسم الله ويل ضرور دي چه ډير ذيات برکات لري يا دا دعا ويل الهم جنبنا الشيطن و جنب الشيطن ما رزقتنا (( ای خدايه مونږ د شيطان له شره لری وساتی او شيطان زما له آل اولاد نه لری کړی ،چه تا زمونږ په نصيب کې ليکلی وي )) .
۳- دکورواله په وخت کې بايد سړی ځان لوڅ نه کړی يوه پرده پر ځان واچوي .
اوخپل انسانی کرامت وساتي .حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي : د حيوان په څير ځان مه لوڅوی (د ژوندانه آداب )
۴- د حيض ( ماهوار د وينی جريان ) او نفاس (د ولادت وينی ) په جريان کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګۍ يا زخم دی چه پر دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوي چه درد او تکليف هم ورسره وي ،نو په دغه وخت کې يو ځای کيدل د نر لپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
همدارنګه نفاس او د ولادت نه ورسته ناپاکی وينی جريان لري او دغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وي چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوي .
الهی لارښوونه :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
(( پوښتنه کوي له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل رواه دی ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .
بلکی د احترام او قدر په سترګه ورته وکتل شي ځکه هغه د الله جل جلاله د يو بشر د تولد لپاره سختی قربانی ورکړی وي او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دت صفيې مخکنی تياری وي .
۵- دخپلی بی بی سره دشاه په طرف کې يوځايوالی سخته کناه ده .
بې حده لويه بې شرمی ده چه په حيواناتو کې هم داسې کار وجود نلری
ددی ګناه په خطرناکو پايلو ټول ښه پوهيږی چه د لوط (ع) قوم څنګه تباه شو .
پدی اړه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايی : هغه کس ملعون يا لعنتی دی چه له خپلی ښځی سره د شاه (مخرج مواد غايطه ) په طرف کې جماع وکړي (رواه  ابوداود ،احمد ) .
۶- دخپلی بی بی سره مباشرت يو راز دی چه ددی راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بې ننګی ده .
د حضرت ابوسعيدالخدری (رض) نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : چه دقيامت په ورځ به دالله تعالی په مخکې هغه سړی بدترين درجه کې وي چه د ښځی سره جماع کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوي (رواه مسلم ).
(Visited 122 times, 1 visits today)