د تراويح د لمانځه قضايي راوړل

الله ستاسو ته اجردرکړی زما پوښتنه داده چه که یو سړی ۷ کاله یعنی ۷ روزی تراویح ونکړی څه حکم لری ځکه چه کله روزه ماتی وکړو نودلته فه عربوکی ګرمی زیاته ده دورځی خوکار نکیږی کار ته شپی لاړشو ټوله شپه کار کوو بس دمره کوو چه سهاری ته ځان راورسوو – ناصري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تراويح د لمانځه قضايي نشته ، د چا څخه چې قضا شوي نو هغه د اجر او ثواب جانس له لاسه ورکړ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

من قام رمضان ايماناً و احتساباً عفر له ما تقدم من ذنبه (بخاری )

ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي .

په قدسي حديث کې راځي : «يقول‌ الله‌ تعالي: يا بني‌آدم!‌ تفرغ‌ لعبادتي‌ أملأ صدرك‌ غني‌ وأسد فقرك‌ وإن‌ لم‌ تفعل ‌ملأت‌ صدرك‌ شغلا ولم‌ أسد فقرك‌:(مسند احمد او ابن ماجه ) .

(الله جل جلا له  فرمايي : ای د آدم زويه ! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتاجۍ ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم کچيرې داسې ونه کړې ، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم) .

همدارنګه په حديث شريف کې د آنحضرت صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

( څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله جل جلا له  د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله جل جلا له  به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي ).

نو تاسې ته مو نصيحت دا دی چې د آينده د پاره دا د اجر او ثواب جانس له لاسه مه ورکوئ په ۲۰ دقيقو باندې کار نه مخته کيږي هغه هم په ټول کال کې يو مياشت .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email