د عذر نه بغير د لمانځه تأخير (نا وخته کول )

د فقهاء په اتفاق بغير د غدز څخه د لمانځه تأخير تر څو د لمانځه وخت تير شي حرام دی .

مګر که چا د سستۍ له وجې لمونځ ترک کړ داسې چې نه عذر وي ، نه تأول نه جهل او په فرضيت د لمانځه قائل وي نو جزا د دغه کس په نزد د امام ابوحنيفه رحمه الله دا ده چې نومړی کس به تر هغه پورې بندي کړ شي څو لمونځ وکړي .

د امام شافعي او امام مالک په نزد د تارک صلاة جزا د هغه قتل دی .

او د امام احمد په نزد د تارک صلاة جزا دا ده چې هغه به د کفر او ارتداد په وجه وژل کيږي .

مګر لمونځ په اول وخت ، مينځني وخت او آخر وخت کې جايز دي تر هغه پورې څو د لمانځه وخت نه وي خارج شوی .

په آخر وخت کې د لمانځه کول خلاف اولی دی او په اول وخت زيات فضيلت لري .

رسول الله صلى الله عليه وسلم : « أوّل الوقت رضوان اللّه ، ووسطه رحمة اللّه ، وآخره عفو اللّه »اول وخت د الله رضا ، مينځی وخت د الله رحمت او آخر وخت د الله عفوه ده .

له ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت چه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی – نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

(( الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ )) متفقٌ عَلَيهِ

 په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله جل جلا له  په لار کی جهاد (بخاری اومسلم).

جاء في موسوعة الفقهية :

 اتّفق الفقهاء على تحريم تأخير الصّلاة حتّى يخرج وقتها بلا عذر شرعيّ . 

أمّا من ترك الصّلاة كسلاً وهو موقن بوجوبها ، وكان تركه لها بلا عذر ولا تأوّل ولا جهل ، فقال الحنفيّة : يحبس حتّى يصلّي . قال الحصكفيّ : لأنّه يحبس لحقّ العبد ، فحقّ ( الحقّ ) أحقّ . وقيل : يضرب حتّى يسيل منه الدّم .

وذهب المالكيّة والشّافعيّة ، وهو إحدى الرّوايتين عن أحمد : إلى أنّه إذا أخّر الصّلاة عن وقتها دعي إلى فعلها ، فإن تضيّق وقت الّتي تليها ، وأبى الصّلاة ، يقتل حدّاً . والرّواية الثّانية عن أحمد أنّه يقتل لكفره . قال في الإنصاف : وهو المذهب ، وعليه جمهور الأصحاب . أمّا تأخير الصّلاة إلى آخر وقتها فهو خلاف الأولى لقوله صلى الله عليه وسلم : « أوّل الوقت رضوان اللّه ، ووسطه رحمة اللّه ، وآخره عفو اللّه » ويكره التّأخير إلى أحد أوقات الكراهة . وينظر التّفصيل في مصطلح ( أوقات الصّلاة ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email