د موجوده حکومت او نړيوال طاغوت تر مينځ تړونونه هيڅ اعتبار نه لري

دا د اسلام خاوره ده او په دې خاوره باندې له څلوارلس سوه کلونو اسلام حکومت کړی دی ، دا د اسلامې امت هغه اساسه نقطه ، د اسلامې غيرت او ميړاني ، قربانيو او سر کيښندنو خاوره ده چې د تل لپاره يې د اسلام دوښمنانو او نړيوالو طاغوتيانو ته داسې درسونه ورکړي دي چې بيا يې د ابد د پاره هم اسلامې امت ته کاږه نه دي کتلي .

په هر وخت او زمانه کې چې کوم طاغوتيان پيدا شوي او د غو طاغوتيانو د ليوني سپي په شان هر طرف ته خوله اچولی ده ، په زرګونو اولسونه  يې په مرګونو ، بې امنيو او غم لړلي دي آخري ماتې او شکست له دې خاورې پيل شوی دی .

يو وخت تاتاريان (مغل ) وو چې تر دمشق پورې يې ټول اولسونه لاندې کړل بې حده ظلمونه يې وکړل آخر دې همدې خاورې د بچيانو د قربانيو او سرښېندنو په برکت مات او ټوټې شول .

يو وخت کې انګليس وو چې ارپا نه تر امريکا يې ټوله نړی تسخير کړی وه ، ددې ستر طاغوت ماتې له دې ځايه پيل شوه .

بل وخت روس وو چې امريکا هم د هغه له وېرې خوب نشوای کولای د افغان کړېدلی ولس د جهاد او قربانيو په برکت د الله (جل جلا له)  په فضل او نصرت له ماتي سره مخ شو .

نن ورځ دغه خاوره له يو بل ستر نړيوال طاغوت سره مخ ده ، هغه طاغوت چې په ډير کبر او غرور يې د افغان په مظلوم بې کسه او بې وسه ولس په دومره غرور يرغل وکړ چې له هيڅ قسم اسلحي کارولو يې مخ وا نړولو .

خو نن ورځ د افغان کړدلي ولس د جهاد او قربانيو په برکت د الله سبحانه و تعالی په فضل او مرحمت وينو چې غرور او تکبر يې څنګه مات شو ، نن د پرمختګ او خپلو شومو اهدافو د پلي کولو پر ځای يوازې د خپل ځان دفاع کول ور پاتې دي، د افغان غازيانو پر لاس باندې نن په خارجي ملکونو کې د صليبي لښکرو ځانګړي هديرې جوړې شوي دي ، اکثره فوځيان يې ليونيان شول .

د الله جل جلا له  دربار ته دا سوال کوو چې ته يې داسې مات او ټوټې کړي چې بيا هيڅ کله هم د اسلامې امت کوم طرف ته کاږه و نه ګوري .

نو دا د اسلام خاوره او اوسيدونکي يې مسلمانان دې واضح ده چې ددې خاورې اوسيدونکو ته به هغه څه د قبول او قدر وړ وي کوم د اسلامې شريعت غوښتنه وي .

که د امريکايانو يرغل قانوني بولئ ، هغوی رښتيا مستأمنين بولئ او له هغوی سره داسلام پر وړاندې د صلحې تړون جايز بولئ نو ای د دغه حکومت ټولو مشرانو ، حضرتانو ، پيرانو ، صفيانو ، حقوق پوهانو ، بشر پالو ، د ديموکراسي علمبردارانو او ملايانو مهرباني وکړئ راوړی خپل شرعي دلايل مو مديا او رسنی خو هسې هم ټولې ستاسو په ولکه کې دي .

که ددې د پاره دليل نه لرئ او نه شته نو د يرغلګر د يرغل د دوام تړون به څه اعتبار ولري ؟

دوهم دا چې :

موجوده پارلمان چې څه وکړل ددې نه لوړه او بل څه تمه لرل به خيال وو ځکه دا پارلمان اکثريت د شخصي کمپنيو ټيکداران دي دوی ځکه په ډيره بيړه د امريکن طاغوت سره دغه تړون تائيد کړ تر څو د دوی د خپلو شخصی تړونونو د پاره لاره هواره شي چې هغه د کمپاين پروژې ، بېسونه جوړول او داسې نورې پروژې يا سياسي منزلت دی چې د امريکا په شتون پورې اړه لري نو که امريکايان ووځي پر دوی باندې به دغه تجارت ودريږي .

دوی اصلاً د همدې تجارت د بقا او دوام د پاره د پارلمان د چوکۍ تر لاسه کولو لپاره په زرګونو او لکونو ډالر مصرف کړي دي .

نن چې دغه د ټيکدارانو پارلمان په ډير بيړه سره تړون تائيد کړ چې اسلامې او کفري نړی يې بالکل حيرانه کړی ده نو هغوی به يې له مينځ څخه خبر نه وي که نه د داسې کسان څخه د اسلام او هيواد د بقا تمه لرل يو خيال دی .

که دا رښتيا پارلمان او رښتنې وکيلان وای دوی بايد پخپله دوره کې حد اقل يوه ورځ په دې موضوع بحث کړی وای چې زمونږ په هيواد کې لس کاله د بې ګناه انسانانو وينې بهيږي دا د څه لپاره ؟ او تر څو به دغه حال روان وي ؟ ددې مخنيوی څنګه وشي ؟

خو ددې پر ځای يې د جنګ او وينو تويولو د دوام تړون تأئيد کړ !!!

آيا د امريکا پارلمان ، د روس پارلمان او د انګليس پارلمان به د خپل ملک د استعمار تړون داسې ژر او آسانه لاسليک کړي ؟

د هغوی پارلمان د بل ملک په نيولو او مستعمره جوړولو باندې د خپلو فوځيانو د وينې تويېدل نه غواړي ، خو تاسې د بل تر استعمار لاندې ژوند او بې ګناه وژلو څومره تود هر کلی وکړ !!!

نور که لږ عقل او کومه زره ايمان لرئ خپله قضاوت وکړئ چې څه مو کړي دي .

تاسې چې د الله تعالی د دوښمنانو سره د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د دوستۍ او مدد کولو تړون کوئ آيا بيا هم د الله تعالی سره د مينې او دوستۍ ادعا کوئ !!!

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

وقوله سبحانه وتعالى : إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ { [الممتحنة:9] .

ژباړه : بې شکه الله تاسې د هغو کسانو د (دوستۍ ) څخه سخت منع کوي چې د دين په (کار) کې له تاسې سره جګړه کوي او تاسې يي له خپلو کورونو څخه ايستلې ياست او له يو بل سره يې ستاسې د ايستلو په کار کې مرسته کړې ده ، نو څوک چې له دوی سره دوستي وکړي ، نو همدوی ظالمان دي .

له الله تعالی څخه ووېرېږئ د دوو ورځو ژوند او دوو ورځو عيش او څو دالرو د پاره پر ځان او اولس اور مه بلوئ !

له الله تعالی څخه وېرېږئ او هغه وخت در په ياد کړئ چې کله مو سترګې د چت طرف ته شي او د ځنکندن نښانې مو ښکاره شي ستا ټول مال او دولت ، عزت او منزلت به په صفر کې ضرب شي نو ددې لږ ژوند لپاره ولې داسې کوئ ؟

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email