(۷) د کور د اصلاح د پاره نصيحتونه ( د کورونو د پاره ضروري شرعي احکام)

د کورونو د پاره د ځنې ضروري شرعي احکامو تعليم

بې اجازې د چا کور ته ننوتل منع دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (27) النور

ژباړه : ای مؤمنانو! له خپلو کورونو څخه پرته نورو کورونو ته تر هغې مه ننوځي څو اجازه وانخلئ او پر کورنۍ سلام وانه چوئ دا کړنلاره ستاسې د پاره ډيره ښه ده . ښايې چې تاسې به دې ته پاملرنه وکړئ .

فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ .. (28) النور

نو که هلته مو څوک ونه موندل نو مه ننوځئ څو تاسې ته اجازه و نه شي .

او هغه کور چې د استوګنې نه وي د کور د خاوند اهل عيال په کې نه اوسيږي ، بې اجازې داخليدل باک نه لري :

لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ … (29) النور

ژباړه : په دې کې پر تاسې کومه ګناه نشته چې داسې کورونو ته ننوځئ چې د چا د استوګنې ځای نه وي .

ښځې ته جايزه نه ده چې کور ته د داسې کس د ننوتلو اجازه وکړي چې د خاوند يې خوښ نه وي :

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ” لا يحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه ، ولا تأذن في بيته إلا بإذنه ، ….” . رواه البخاري ( 4899 ) ومسلم ( 1026 ) .

يعنې : د ښځي د پاره رواه نه ده چې خاوند يې په کور کې وي او د خاوند د اجازې پرته نفلي روژه ونيسي ، همدارنګه د ښځې د پاره جايز نه ده چې د خاوند د اجازې پرته څوک کور ته ننباسي .

کور ته به د فاسقانو او غلو په څير په ديوال باندې نه اوړي بلکې د دروازې له لارې به ننوځي :

 { وأتوا البيوت من أبوابها } سورة البقرة الآية : 189

او کله چې ميلمه کور ته داخل شي په خپل سر به چيرې نه کيني بلکې د کور د مالک په لارښوونه به کيني :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ” لا يُؤَمُّ الرجل في سلطانه ، ولا يجلس على تكرمته في بيته إلا بإذنه ” رواه الترمذي رقم 2772

په کور کې به خدمتګاران او ماشومان د بل اتاق ته په دريو وختونو کې بې اجازې ننوځي د سهار د لمانځه مخکې ، غرمه او د ماسختن له لمانځه وروسته او بل وخت باک نه لري :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِيَسْتَأْذِنْكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِنْ قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُمْ مِنَ الظَّهِيرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَكُمْ … (58) النور

 ژباړه : ای مؤمنانو ! اړينه ده چې ستاسې خدمتګاران او ستاسې هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د پوهي حد ته نه دي رسېدلي ، په دريو وختونو کې دې د اجازې په اخيستلو سره تاسې ته راځي د سهار له لمانځه نه مخکې او غرمه چې کله تاسې جامې وباسئ ، او د ماسختن له لمانځه وروسته دا دری وختونو ستاسې د پاره د ستر وختونه دي .

په کور يا اتاق کې تنها پرېوتل منع دي :

عن ابن عمر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم نهى عن الوحدة ، أن يبيت الرجل وحده أو أن يسافر وحده رواه أحمد في المسند 2/91

ابن عمر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  له يواځېوالي منع فرمايلې ، دا چې سړي يواځې بيده شي او يا يوازې سفر وکړي .

دا نهی په دې خاطر ده چې په يواځېوالی کې د وېرې ، د دوښمن د هجوم ، مرض او نور څه خطر دی .

د خوب په وخت کې د کور د دروازې او ورونو ټينګول :

کله چې سړي بيده کيږي د کور دوازه او اتاق ورونه به تړي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

” من بات على ظهر بيت ليس له حجار ، فقد برئت منه الذمة ” رواه أبو دود ، السنن رقم 5041 ، وهو في صحيح الجامع 6113 وشرحه في عون المعبود 13/384

يعنې چا چې په داسې کور يا اتاق کې شپه سبا کړه چې ور يې تينګ کړی نه وو ، مسئوليت يې پر خپله غاړه دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email