د اسلامي لارښود محترمو چلوونکو ته ! اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته !
ښاغليو: هيله لرم چي د کامل صحت جامې به مو په تن او خوښ خوشاله به ياست او د الله پاک د لوى در بار څخه نور هم ستاسو د کاميابيو په هيله يو.
ښاغليو ! زموږ يوه شرعي پوښتنه په دې ډول ده : که چيري يو کس کوزده وکړي او شرعي نکاح هم وتړي او بيا وروسته د يوې بلې ښځي سره نامشروع جنسي روابط ونيسي خو واده يې نه وي کړي، نو آيا هغه ددې کس شرعي نکاح چي مخکي يې د خپلي ښځي سره کړې وه هغه د منځه تللې او کنه ؟
هيله ده چي په دې هکله لازم معلومات را ته راکړى ، الله جل جلاله مو په دين او دنيا کي کامياب لره. آمين
خيرالله خيرخوا د زابل د ولايت څخ
———————————————-
ځواب
بسم الرحمن الرحيم
کله چې د شاهدانو په حضور کې او د ولي په اجازت ايجاب او قبول تر سره شي نکاح تړل شوي ده .
نکاح يوازې په طلاق ورکولو او ارتداد (مرتد) کيدو سره ماتيږي ، په زنا کولو سره نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱) .
و فی الاخلاصة : و طی اخت امرأة لا تحرم امرأة (الدرالمختار ۳/۳۴ ) .
و المزني بها لا تحرم علی زوجها ( الدرمختار ۳/۵۰ ) .
زنا د قتل څخه وروسته عظيمه ګناه ده ، د مسلمان او مسلمانې حتی د مسلمان او مسلمانې د کورنی او ولس په عفت ، عزت او آبرو باندې ستر تری بلل کيږي چې په اسلامې شريعت کې ددې جرم د پاره حد تعين شوی دی ، هغه زانيان چې واده شوي نه وي حد يې سل دورې او هغه چې واده شوی وي حد يې رجم دی .
قوله تعالی :
وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69
ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .
الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحی په وسيله د زناکارو حال ښيي چې : فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ ( البخاري 1386 ) .
د يوه خندق له څنک څخه تير شوو چې د تنور په شان وو ، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو ، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو ، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو ، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې نږدې وو له خندق نه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل و مې پوښتل دا څوک دي ؟ ( پريشتو ) را ته وويل : کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو .
ددې عظيم جرم د ګناه څخه د خلاصون لاره رښتنې توبه کول دي :
قوله تعالی : وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا 69 إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ( الفرقان 68-70).
ژباړه : او هغه کسان چې له الله پرته کوم بل معبود نه بولي (شرک نه کوي ) او هغه څوک په ناحقه نه وژني چې الله جل جلا له حرام کړی وي خو په حقه سره او نه زنا کوي او څوک چې دغه کار وکړي هغه به د خپلې ګناه بدله و مومي ، د قيامت په ورځ به هغه ته دوه چنده عذاب ورکړ شي او په هغه کې به تل سپک وي .
مګر هغه کسان چې توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يي کړی وي د دغسې خلکو بدي به الله جل جلا له په ښو واړوي او الله جل جلا له بخښونکی او مهربان دی .
د توبې احکام او شرایط دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/3994
و الله سبحانه و تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود