له خپلی بی بی سره ژوند

 

داسلام په رڼا کې له خپلی بی بی سره ژوند
ګرانومسلمانانو! مخکې هم دی مطلب ته اشاره وشوه چه که اسلامی لارښوونی  پوره عملی شي ژوند به مو له يوی مخی دخوشحالۍ اونيکمرغۍ څخه ډک وي، په اسلام کې له ميرمنوسره دښه سلوک کولو ذيات ټنګار شوي دی چه لاندې يې څو نمونی بيان شوي دي .
ولې نن سبا چه ځنی کسان دخپلو ښځو سره بد چلن کوي دا د  دوی خپله بی علمی يا په اسلام د نه عمل کولو دليل دی خو که خدای (ج) مه کړه د چا ښځه ښکاره بی ليری ته ملا وتړي نوددی لپاره هم بيا په  اسلام   کې دجزا اواصلاح لارې وجود لري  چه په عملی کولوسره يی نور خلک هم ورڅخه عبرت اخلي .
داچه بې ځايه هيلې بانې ورته لټوي او ګناه يی هم ښکاره نه وي د ځان نه يې ورته يو بې رحمه ځناور جوړکړی وي او په يوه مظلوم انسان خپل ظالمانه تمرينات تر سره کوي .
دغه ډير بد عمل د نومړی کس له ناپوهی ، ظلم ، او د خدای (ج) د دين پر وړاندې د بغاوت ترجماني کوي اوبس .    د اسلام د مقدس دين لارښوونه په لاندې څو ټکو کې وګوری !
 
۱ – دخپلی بی بی (ميرمنی ) سره ښه سلوک کول:
قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :
(وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19
((اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو خدای (ج)  په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي )).
نويو انسان خوبه خامخا يوه خاليګاه لري که کومه ښځه په رنګ کې کمزوری وي نوشايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه دخپل خاوند د دنيا اوآخرت دنيکبختی سبب وګرځي .
حضرت محمد(ص) په حجة الوداع کې مسلمانانو ته داسې وفرمايل :
خلکوواوری ! له ښځو سره ښه سلوک کوی ځکه هغوی له ستاسو سره دبنديانو په ډول دی هغوی سره دبد چلن هيڅ حق نلری ……………….. (رواه ترمزی )
 
۲-  د ميرمنی نفقه :
ميرمنی ته دخوراک اوپوښاک برابرول د ميرمنی حق دی اوبايد دا حق په ښه نيت اداشي .
پرميرمن يا نور اهل عيال احسان وانه چول شي چه زه تاسی ته روزی برابروم ، ستا روزی رسونکی هم خدای (ج) دی او داهل عيال دی هم خدای (ج)  دی .
حضرت محمد(ص) ترټولو غوره خرڅ د خپل اهل عيال ته خرڅ کول ښودلی دي او فرمايی :
دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم ).
 
په پورته حديث شريف کې د خدای (ج) په لاره کې خرڅ ، دغلام دآزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ تر دغه دريو واړو خرڅونو څخه غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره ښودلی دی .
 
۳ له ميرمنی سره په زړه سوي او مهربانی ژوند وکړی :
تر خپله وسه بايد د زړه سوي بخشش او عفوی لاره غوره شي ځکه ښځه دعقل او پوهی په اعتبار کمزوری ده نوبايد په صبر آرام او مهربانی دهغه د اصلاح کوښښ وشي .
اودغه عاجز انسان ته  د يوی يوازې  شوې  ميلمنه په سترګه وکتل شي ځکه چه دغه بی بی له خپله کور جلا دخپلی مهربانه  مور له غيږې څخه ستا کور ته راغلې ده نو ته هم ورته د خپلی مهربانی غيږ وپرانيږه قرآنکريم  د التغابن په سورت همدې هدف داسې اشاره کړی ده :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلاَدِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
 ژباړه : ای مؤمنانو! ستاسی ځنی ميرمنی او ځنی اولادونه ستاسی دوښمنان دی نو له هغوی ځانونه وساتی او که تاسی له عفوی ،بخشش او تيريدنی څخه کار واخلی ، نويقين ولری چی الله (ج) ډير مهربان او پوره رحم لرونکی دی
 
۴- له خپلی بی بی سره د دنيا څوورځی ژوند په ښو اخلاقوتير کړی   :
دښواخلاق اصلی ډګر خپل کور دی ځکه ډير وخت سړی له خپلی ميرمنې سره تيروي . نويوڅوک چه پدی ډګر کې بريالی راووت نو يقيناً چه يو د غوره اخلاقو لرونکی انسان به وي ، پدی اړه داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) داسی فرمايې :
اَكْمَلُ المُؤمِنِيْنَ اِيْماَناً اَحسَنُهُمْ خُلُقاً وَخِياَرُكُمْ خِيَاركُمْ لِنِسَآِئهِم ِ (رواه ترمذي )
دايمان په اعتبارسره ستاسوکښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه دهغه اخلاق اوخوی ښه وي اوتاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .
 د ښو اخلاقو د فضيلت په اړه بل حديث شريف لاندې  بيان شوی دی :
اِنَّالمُؤمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصّآ ئِمْ القَآْئِمْ (ابوداود)
مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکې نه ذياته درجه حاصلولی شي.
 
۵-  خپلی بی بی ته نيک تعليم او دينی ښوونه ورزده کول :
هر څوک دخپلوماتحتو پروړاندې مسئوليت لری خوڅوک د ملک پر سطحه ،څوک د ولس ،څوک دکلی او څوک دخپل کور پروړاندې مسئوليت لري اود خپلو ماتحتو په اړه به ورڅخه پوښتنه کيږي.
د نجات لاره دانه ده چه يواځی خپله عبادت کوه خو دميرمنی او اولاد په اړه کومه انديښنه نه لرل ، بلکې دهغه په اړه پوره مسوليت لرې  هم به خپله خدای (ج) ته  عبادت کوی او هم به خپل اهل ته په عبادت کولو ټنګار کوی .
 الله (ج)  په قرآنکريم پدی اړه داسی لارښونه کوی : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْعَلَيْهَا
ژباړه :اهل ته موپه لمانځه کولو امر کوی او خپله يی هم کوی .
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 45 times, 1 visits today)